محب: د امریکایي سرتېرو وتل به افغانستان کورنیو جګړو کې ښکېل کړي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل چې د امریکایي سرتېرو وتل به افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو ته بوځي.

محب نن په کابل کې یوې امنیتي ناستې ته په خبرو کې ویلي چې که څه هم افغان ځواکونه په یوازې ځان هم د خپلې خاورې د ساتنې وړتیا لري خو ټینګار یې کړی دی چې د بهرنیو سرتېرو وتلو سره، لرې نه ده چې افغانستان یو ځل بیا کورنیو جګړو کې ښکېل شي.

هغه دغه راز د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې افغان دولت سولې ته ژمن دی خو طالبان سوله نه غواړي او ورځ تر بلې د افغانانو پر وړاندې خپلې جګړې ته زور ورکوي.

محب زیاته کړې چې دوی د ترکیې ناستې ته پر چمتوالي بوخت دي.

نوموړي ویلي چې حکومت طالبانو ته کومه طرحه نه ده وړاندې کړې خو ټوله هڅه یې دا ده چې افغانستان تلپاتې او باعزته سولې ته ورسوي.

حمدالله محب د خپلو خبرو په دوام یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له زاریو لاس واخلي او د تاوتریخوالي پر ځای دې د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په ورته وخت کې د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا استخباراتي ادارو په یوه راپور د امریکا ولسمشر جو بايډن ته په بېړه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې که په افغاستان کې له کوم سیاسي مشارکت پرته او جوړجاړي ته تر رسېدو مخکې امریکایي او نور ځواکونه له دغه هېواد وځي نو د سختو جګړو احتمال شته دی.

دوی ویلي چې که وضعیت همداسې دوام کوي او بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو ښایي طالبان په دوو یا درېیو کلونو کې د افغانستان ډېری خاوره لاندې کړي او په دې توګه به د القاعده په څېر د نړیوالو ترهګرو ډلو فعالیت ته زمینه برابره شي.

د امریکا استخباراتي ادارو د نورو ګواښونو په اړه هم بایډن ته خبرداری ورکړی دی خو په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي خپاره شوي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې تېره ورځ هم بایډن د مې تر میاشتې د سرتېرو ایستل ناشونی کار بللی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي