رویټرز: ولسمشر غني له وخت مخکې د ټاکنو طرحه جوړه کړې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ولسمشر غني به د ترکیې په کنفرانس کې له وخته د مخکې ټاکنو طرحه وړاندې کړي.

د ارګ ځینو باوري سرچینو رویټرز ته ویلي ولسمشر داسې یوه طرحه جوړه کړې چې د سولې او اوربند په صورت کې له وخت مخکې ټاکنو ته زمینه برابروي.

سرچینه وایي د طرحې له مخې طالبان باید لومړی شپږ میاشتې اوربند وکړي، تر هغه وروسته به ټاکنو ته زمینه برابرېږي، د ټاکنو د ترسره کولو کمیسیون به ددواړو لورو په خوښه ټاکل کېږي او تاکنې به هم د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

راپورونو زیاته کړې، ولسمشر به دغه طرحه د ترکیې په غونډه کې ګډونوالو او طالبانو ته وړاندې کړي.

ددې راپور په غبرګون کې طالبانو ویلي چې دوی تر اوسه د ترکیې کنفرانس پر اجنډا خبرې نه دي کړې او په دې غونډه کې د ګډون په اړه یې د مشرتابه بحثونه روان دي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او وایي چې د افغانانو رنځ باید نور پای ته ورسول شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې وضعیت تر پخوا خراب شوی دی او نږدې څلوېښت سلنه وګړي په کړکېچ کې ژوند کوي.

نوموړې ویلي چې په افغانستان کې باید د سولې لپاره هڅې وشي او ټول تمرکز دې پر دې وي چې نور د افغانانو رنځ او درد ختم کړل شي.

لاینز د دوحې د مذاکراتو په اړه ویلي چې د افغانانو په ګډون د افغانستان نړیوال متحدین هم له دې بهیر ناخوښ او ناهیلي شوي دي ځکه نه یوازې دا چې جګړه یې کمه نه کړه بلکې په ډېرو برخو کې جګړې ډېرې شوې دي.

هغه همدا راز وایي چې افغانستان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

لاینز ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت پر ټوله نړۍ اغېز لري نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې نړیوال له افغانستان سره د سولې او بشري مرستو په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي