افغان حکومت د مسکو غونډې ته خپل پلاوی لېږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

افغان حکومت ویلي چې د سولې په اړه د مسکو غونډې ته خپل پلاوی استوي.

د افغان چارواکو په خبره ټاکل شوې تر دوو ورځو مشخصه شي چې په دې غونډه کې کوم کسان ګډون کوي.

د دې غونډې موخه د افغان سولې ملاتړ او د دې بهیر ګړندي کول، د افغان جګړې پای ته رسول او پر اوربند خبرې کول دي.

ټاکل شوې ده چې دا ناسته به د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه ترسره شي.

د روسیې حکومت د افغانستان څلور حکومتي کسان، شپږ تنه سیاسي مشران او د طالبانو له اړخه پنځه تنه یادې غونډې ته ور بللي دي.

دا ناسته د ترویکا په نوم د امریکا، روسیې، چین او ورسره پاکستان لخوا درې اړخیزه میکانیزم په چوکاټ کې جوړېږي.

د بهرنیو چارو وزارت سلاکار باري سلام وايي، حکومت لېواله دی چې دې غونډې ته خپل استازي معرفي کړي خو دا چې دا کسان به څوک وي په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ویلي، د مسکو غونډه د دوحې د غونډې ملاتړ لپاره ده او له دې غونډې سره په ټکر کې نه ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي له دې غونډې یې هدف دا دی چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم شي، جګړه ختمه شي، دواړه لوري په خپلو کې شته ستونزې حل کړي او په پایله کې یې یو ازاد، با ثباته، خپلواک او پرمختللی افغانستان جوړ شي.

زخارووا زیاته کړې چې په دې غونډه کې یې د طالبانو او افغان حکومت په ګډون امریکا، چین او پاکستان ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

نوموړې تمه ښودلې چې افغان حکومت او طالبان په دې کنفرانس کې مخامخ خبرې وکړي او د یادو هېوادونو په منځګړیتوب به شته فاصله یو څه کمه کړل شي.

روسیې بیا تر دې وړاندې ګڼو افغان چارواکو ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي