اپریل 19, 2021

طالبان: بهرني ځواکونه دې په ټاکلې نېټه له افغانستان ووځي

طالبانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه به د دوحې له هوکړې سره سم په ټاکلې نېټه له افغانستان وځي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند د خلیلزاد او ملا برادر د وروستۍ لیدنې په اړه ویلي چې دواړو لورو د دوحې هوکړې پر عملي کولو ټینګار کړی.

د ډاکټر نعیم په وینا طالبانو ویلي چې امریکایي ځواکونه به په ټاکلې نېټه له افغانستان وځي، د طالبانو بندیان به خوشي کېږي او د مشرانو نومونه به یې له تور لېست ایستل کېږي.

رسنیو ته رسېدلي معلومات وايي د بایډن اداره په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې خپل حضور شپږ میاشتې نور هم وغځوي، په همدې تړاو خلیلزاد له طالبانو سره هم خبرې کړې دي خو تر دې دمه طالبانو د امریکا له دې وړاندیز سره موافقه نه ده کړې.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ځینو رسنیو راپورونو کې ویل کېدل چې امریکا له طالبانو غوښتي چې د شپږو نورو میاشتو لپاره د سرتېرو د حضور موده وغځوي.

طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي امریکا په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې یې د سرتېرو حضور دوام وکړي او ددې موضوع په اړه یې له طالبانو سره هم خبرې کړې دي.

سرچینه وایي امریکا غواړي چې د سرتېرو د حضور موده یې شپږ میاشتې نوره هم وغځول شي خو تر اوسه طالبانو په دې اړه دوی ته د هو ځواب نه دی ویلی.

سرچینه وایي طالبان بیا له امریکا غواړي چې په لومړي سر کې یې ۷ زره بندیان خوشي کړل شي او همدا راز یې دې د مشرانو نومونه له تور لېست و ایستل شي.

تر اوسه طالبانو او یا هم امریکا په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د امریکا ولسمشر جو بايډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا په ډاګه کړې چې تر راتلونکې مې پورې یې د سرتېرو ایستل ناشونی کار دی.