اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کرونا ضد واکسینو مرسته کړې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کرونا ضد د ۴۶۸ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اروپايي ټولنې د کوواکس پروګرام له لارې له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد یورو په ارزښت د ۴۶۸ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.

اروپايي ټولنې ویلي چې دوی غواړي په دې توګه په دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې افغانستان تر دې وړاندې د چین او هند مرسته شوي واکسین هم ترلاسه کړي دي.

ددې تر څنګ نورو بنسټونو هم له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین د مرستې ژمنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې روغتیا وزارت ویلي وه چې چین له افغانستان سره د څلور سوه زره ډوزه واکسینو مرستې ژمنه کړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د روغتیا وزارت له سرپرست وحید مجروح سره په لیدنه کې ویلي وه چې هېواد به یې ډېر ژر له افغانستان د کرونا ضد واکسینو مرسته وکړي.

روغتیا وزارت وایي چې چین څه موده وړاندې له افغانستان سره د دوه سوه زره ډوزه کرونا واکسینو مرستې ژمنه کړې وه خو د روغتیا وزارت په غوښتنه یې دغه شمېر څلور سوه زرو ته لوړه کړی دی.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هند، افغانستان ته ۵۰۰۰ زره دوزه د کرونا ضد واکسین راولیږل.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي