امریکا: د افغان جګړې د پای ته رسولو واک له افغانانو سره دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د افغانستان د سولې مسئلې ته کتنه کړې ده او وایي امریکا هڅه کوي د افغان جګړې د ختمولو لپاره په دغه هېواد کې یو موقت حکومت رامنځ ته کړي، اساسي قانون بدل کړي، موقت حکومت ټاکنو ته زمینه برابره کړي او وسله وال طالبان به د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د ټولو هېوادونو له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.

رویټرز همدا راز زیاته کړې چې دا یوازې یوه طرحه ده او امریکا یې عملي کول پر افغانانو جبري کړي نه دي.

سرچینې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي چې دا د امریکا د نورو طرحو په څېر یوه طرحه ده او په پای کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او سولې ټول واک له افغانانو سره دی او د سولې ټوله پروسه به ددوی په مشرۍ او مالکیت مخ ته وړل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر پرون په رالپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو خواوو د دلچسپۍ پر موضوعاتو خبرې وشوې.

دوی د افغانستان د سولې پر روانې پروسې او د سیمې پر امنیت خبرې کړي دي.

د هغې طرحې له مخې چې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان ولسمشر او په قطر کې د طالبانو مشرانو ته سپارلې طالب مشران او قوماندانان باید له پاکستان څخه ووځي خو امریکايي چارواکي وايي چې پاکستان د دې ټکي مخالف دی.

(دي نیوز) پاکستانۍ ورځپاڼه وايي چې خلیلزاد او میلر له باجوه سره په کتنه کې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول وستایه.

خلیلزاد تر دې مخکې په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې او د دې پروسې د چټکتیا لپاره په نویو وړاندیزونو خبرې کړې وې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي