طالبان: په انتقالي حکومت کې ګډون نه کوي خو مخالفت یې هم نه کوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

په دوحه کې طالبانو د افغان د سولې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته ویلي چې په مشارکتي یا انتقالي حکومت کې ګډون نه کوي خو که له بې پرې کسانو داسې یو حکومت جوړ شي، حاضر دي چې د جګړې شدت او تاوتریخوالی را کم کړي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، په دوحه کې د طالبانو مشرانو ورته ویلي په عبوري حکومت کې به ګډون ونه کړي خو مخالفت یې هم نه کوي.

د طالبانو د قطر د دفتر یوه غړي رویټرز سره خبرو کې ویلي«موږ د ښه شهرت لرونکو کسانو په ګډون د عبوري حکومت سپارښتنه کوو او دا حکومت باید په دوو کلونو کې د امنیتي ادارو په ګډون د حکومت ټولې برخې غیرسیاسي کړي.»

د رویټرز خبري اژانس په خبره، طالبانو دغه راز ورته ویلي چې له دې ګامه وروسته دوی پر اورکم غور کولی شي، خو اوربند بیا هم نه کوي او له خلیلزاده یې غوښتي چې د افغانستان پر حکومت فشار راوړي چې د طالبانو ۷ زره نور بندیان خوشي کړي.

خلیلزاد وروسته له دې د طالبانو له استازو سره په قطر کې ولیدل چې په کابل کې یې د ولسمشر غني په شمول له یو شمېر سیاسي مشرانو سره د انتقالي، مشارکتي یا استازي حکومت په اړه خپله طرحه شریکه کړه او دغه راز یې د ۲۰۰۱ کال د بون د کنفرانس په شان د یوه بل کنفرانس د جوړېدو وړاندیز وکړ.

خلیلزاد په دې اړه په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره هم خبرې کړي.

خو رویټرز ته طالب مشرانو ویلي«موږ باور لرو چې هیڅ کنفرانس په هیڅ هیواد کې د افغانستان د لانجې له حل کولو سره مرسته نه شي کولی.»

په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، چې تر ډېره د جنګي پېښو په اړه له رسنیو سره خبرې کوي، رویټرز ته ویلي چې تراوسه پورې دوی کومه طرحه نه ده لیدلې.

دوو نورو سرچینو ویلي چې خلیلزاد به اسلام اباد ته لاړ شي ځکه چې باور لري د طالبانو کیلي هلته ده.

په ورته وخت کې تېره ورځ ولسمشر غني د ملي شورا د درېیم تقنني کال د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې سوله یې یوازې هیله نه بلکې هدف دی او ددې مهم هدف لپاره افغان حکومت خپل پلان لري.

د هغه په وینا افغانستان ته د پردیو هېوادونو په کاغذونو او طرحو سوله نه راځي بلکې د ملت غوښتنو او هیلو ته ورستنېدل د سولې د راتګ سبب ګرځي.

نوموړي همدا راز پر ټولو سیاسیونو او طالبانو غږ وکړ چې تر شخصي غوښتنو او ګټو او یا د خپلو ډلو او ګوندونو تر ګټو دې د ولس او ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د دوی خبرې دې واوري.

ولسمشر همدا راز وویل چې د ولس د شل کلن زیار او همدا راز د دوی په زیارونو د رامنځ ته شوو شل کلونو ارزښتونو د ساتنې مسوول دی او یوازې له قانوني لارو به واک خپل ځای ناستي ته پرېږدي.

د هغه په خبره د اساسي قانون پر بنسټ افغانستان یو ولسواک نظام لري چې د خلکو په رایه انتخاب شوی دی او راتلونکی حکومت او مشر به هم د پردیو د طرحې پر اساس نه، بلکې د خلکو په خوښه او رایه انتخابېږي.

ولسمشر دغه راز په خپلو خبرو کې د ګاونډیو په تېره د پاکستان په اړه خبرې وکړې او پر دغه هېواد يې غږ وکړ چې د تېرو لسیزو سیاست پرېږدي او د افغانستان خپلواکۍ او اوسني مهم ځای ځایګي ته درناوی وکړي.

د نوموړي په وینا که پاکستان له افغانستان سره رښتینی وي، نو په سیمه کې به ستر اقتصادي او سوداګریز بدلونونه رامنځ ته شي او د سیمې هېوادونه به له پرمختګ او ثبات برخمن شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي