د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان حکومت په ټاکنو کې د طالبانو له حضور سره هیڅ راز مخالفت نه لري ځکه د ده په وینا دا چاره به پر دغې وسله والې ډلې د خلکو د اعتماد ښودنې ته زمینه برابره کړي.
اتمر له سپوتنیک اژانس سره په مرکه کې ویلي، دوی د افغانستان د وګړو په توګه د طالبانو حقوق درک کوي، که هغوی دا فکر کوي چې د افغانانو لپاره یې جګړه کړې ده او د خلکو باور یې لاس ته راوړی دی نو مهرباني دې وکړي، په ټاکنو کې دې ګډون وکړي څو ټول په دې وپوهېږي چې ایا افغانان د طالبانو واک ته رسېدل مني او کنه.
اتمر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته سفر پیل کړی دی او د دغه سفر موخه د سولې پروسې چټکتیا او اوربند ته د طالبانو هڅول بلل شوي دي.
د یادونې ده چې نن په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد په کابل کې له ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکو سره کتلي دي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې خلیلزاد تر کابل وروسته دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته ځي او هڅه یې دا ده چې د جګړو د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ جذب کړي.
د امریکا سفارت همدا راز ویلي چې خلیلزاد دا ځل د دایمي ثبات د راتګ او اوربند په لټه کې دی او هڅه کوي دواړه لوري د جګړو کمولو ته تیار کړي.
خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغلی و او دلته یې له ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس او پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سیاسي مشرانو سره کتلي دي.
ټولو اړخونو پر دې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او بین الافغاني خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي.