رونالډ نیومن:د بین الافغاني خبرو هوکړه بریالۍ نه وه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوحې هوکړه بریالۍ نه وه، ځکه جګړې کمې نه شوې او طالبانو پر ژمنو عمل و نه کړ.

نیومن ویلي دا واضح ده چې د دوحې هوکړه د طالبانو په ګټه ده نو له همدې امله به د بایډن اداره د افغان سولې په تړاو نوي اقدامات ترسره کړي.

نیومن همدا راز زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ فاصله ډېره ده ځکه دواړه لوري خپل شرطونه لري.

د هغه په خبره تر ټولو ډېر شرطونه د طالبانو له لوري وړاندې کېږي.

د نیومن په وینا ددې احتمال شته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و نه وځي ځکه له افغانستان د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې تړل شوي دي او ژر به په دې اړه پرېکړه وکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دولت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري ویلي چې له امریکا سره د طالبانو د دوحې هوکړې څخه د یو کال په تېرېدو د جګړو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله خپل اوج ته رسېدلې ده.

نادري

نادري زیاته کړې، د یاد تړون له لاسلیک څخه وروسته موده کې د جګړو له امله د مدني فعالانو په ګډون ۵۲۳۱ ملکي وګړي وژل شوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د سولې په چارو کې د دولت د وزارت وزیر په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دي د افغانانو تر ټولو ستره هیله دا وه چې د بندیانو تر خوشي کولو وروسته به په افغانستان کې اوربند رامنځ ته کېږي او جګړې به کمېږي.

منصور نادري

د هغه په وینا یو کال د امریکا او طالبانو د هوکړې وشو، خو د افغانانو لپاره یې هېڅ ګټه نه ده لرلې.

سید سعادت منصور نادري همدا راز ټینګار کړی چې لا هم د افغانانو ستره غوښتنه اوربند دی او که طالبان د بندیانو خوشي کول غواړي نو لومړی دې اوربند وکړي.

نادري دغه راز وایي چې د دوحې هوکړه افغانانو ته هېڅ مهمه نه وه، ځکه د افغانانو پر ژوند یې هېڅ اغېز نه درلود او جګړې یې کمې نه کړې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي