روسیه وايي، د افغانستان د سولې خبرو سربېره په دغه هېواد کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې.
هغه د دوحې د سولې په بهیر نیوکه وکړه او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د بریا لپاره یې د مسکو د بهیر د بیا پیل وړاندیز وکړ.
لاوروف زیاته کړه تر اوسه پورې د دوحې بهیر له بن بنست سره مخ شوی او په یوې با مفهومه اجنډا په کار کولو نه دی توانېدلی.
لاوروف داسې مهال د دوحې بهیر ټکنی وباله چې له پنځو اوونیو ځنډ وروسته د افغانستان د سولې مرکچي ټیم او طالبانو تېره اوونۍ ناسته ترسره شوه.
تېره ورځ د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر ويلي، د افغانستان دولت د سولې خبرو ته ژمن دی او که طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د خلکو ارادې ته غاړه کېږدي، نو هېواد کې به تلپاتې سولې ته رسېدو کې هېڅ خنډ پاتې نشي.
اتمر روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د مسکو د بهرنیو اړیکو نړیوال انسټیټیوټ کې یوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې افغانستان د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه او د اقتصادي همکاریو په پراخېدو کې د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ لپاره لارې هوارولو ته ژمن دی او دې برخه کې د روسیې مهم رول ته درناوی لري.
د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یو ځل بیا ویلي چې د مذاکراتو د ځنډ پړه د افغان دولت پر غاړه ده.
نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې افغان دولت ډېرې غلطې پرېکړې کړې دي او ښه کارونه یې نه دي ترسره کړي.
کابلوف زیاته کړې، چې افغان دولت د مذاکراتو په شروع کولو او د بندیانو په خوشې کولو کې له دې امله ځنډ کاوه چې ګوندې د امریکا نوې اداره به له دوی سره خپل چلن بدل کړي.
هغه دغه راز امریکا هم پر طالبانو ملامته بللې ده او زیاته کړې یې ده چې طالبان د قطر هوکړې ته په بشپړه توګه ژمن پاتې شوي خو امریکا هوکړه تر پښو لاندې کړې ده.
کابلوف ویلي، طالبان په دې باور دي چې د ولسمشر غني اداره د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.