طالبان:امریکا سره د سولې هوکړه کې ریښتیني یو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي دغه ډله له امریکا سره د سولې د تړون ژمنو ته وفاداره ده او له هغې نه یې سرغړونه نه ده کړې، په داسې حال کې چې افغان او امریکایي چارواکي ادعا کوي چې طالبان د القاعده شبکې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو د شلولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د بین الافغاني مذاکراتو په هکله په ژمنو ولاړ نه دي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو په توافقنامه کې راغلي چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ یو هېواد پر ضد استفاده نه کیږي او د هغه په وینا طالبان همدې اصل ته پابند دي او تر اوسه یې داسې څه نه دي کړي.

ډاکټر نعیم دغه راز په افغانستان کې په هدفي وژنو کې د دې ډلې لاس درلودل رد کړې دي.

نعیم وایي چې په تېر یو کال کې د طالبانو تاوتریخوالی راکم شوی دی.

هغه ادعا کوي چې طالبانو د دوحې د تړون له لاس لیک وروسته د افغانستان د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط لپاره خپل بریدونه درولي دي.

طالبان د افغان سولې مرکچي پلاوي سره چې د امریکا د پرلپسې خبرداريو ورکولو چې ممکن له ټاکلي مهالوېش یعني د مې تر لومړۍ له افغانستانه خپل پوځیان ونه باسي خبرو ته کیناستل.

ځینو امریکايي او ناټو چارواکو خو په زغرده وویل چې تر څو په افغانستان کې د سولې لرلید نه وي څرګند شوی دوی خپل پوځیان له دې هیواده نه باسي.

کتونکي وايي طالبان قصداً غواړي چې د سولې خبرې وځنډوي چې امریکايي پوځیان ووځي او بیا بې له دې چې اوربند وکړي جګړه لا تېزه کړي او د جګړې له لارې ځان هدف ته ورسوي.

خو یو شمېر امریکايي چارواکو وویل چې طالبان به پرېنږدي چې دا ارمان یې پوره شي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري پرون وویل چې له دریو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ غونډې پیل شوې دي او د اجنډا په اړه مفصل بحثونه او د نظرونو تبادله شوې ده.

دې په دې بحثونو کې د پرمختګ په اړه څه ونه ویل.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي