ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې دې ژر تر ژره د بشري حقونو د نقض او ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما تازه په افغانستان کې د ملکي وګړو د مصونیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی.
په کابل کې د یونما د دفتر مشرې دبیرا لاینز زیاته کړې، د دې راپور له خپرولو یې موخه دا ده، چې د جګړې ښکېل لوري د ملکي وګړو ساتنې ته متوجه کړي.
د دیبرا لاینز په وینا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ختمولو لپاره ان یوه ورځ هم فرصت ده او باید ضایع نه شي.
د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د تېر ۲۰۱۹ز کال په پرتله ملکي تلفات ۳۰ سلنه راکم شوي دي، خو ملګري ملتونه بیا هم له ښکېلو اړخونو غواړي چې ژر تر ژره جګړې ختمې کړي، د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی وکړي او روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.
ملګري ملتونه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس کې ډاکټر عبدالله عبدالله د سیمې د هېوادونو له استازو او نړیوالې ټولنې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
نوموړي په دې کنفرانس کې ویلي د امریکا له دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د سولې پر مسئله بیا کتنه کوي، خو تر څنګ یې له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم غواړي چې د سولې لپاره پر طالبانو فشار ډېر کړي.
د هغه په وینا افغانستان ته د سولې یو بې مخینې فرصت راغلی دی او طالبانو ته په کار ده چې دا فرصت ضایع نه کړي او بین الافغاني خبرو ته ادامه ورکړي.
د دغه خبرو په تړاو تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.