پر پرونۍ چاودنه د چارواکو او عامو خلکو غبرګونونه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

پخواني ولسمشر په کابل کې د پرون مازدیګر په بوږنووونکې چاودنه توند غبرګون ښودلی دی.

نوموړي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا یو بشر ضد او غیر انساني عمل دی، چې میندې د خپلو ماشومانو پر وړاندې په یوه وحشیانه پېښه کې ټپي کېږي.

نوموړي په هېواد کې پر ډېرېدونکي تاوتریخوالي هم جدي اندېښنه ښودلې ده او په خبره یې دمګړی په هېواد کې د پردیو د ګټو جګړه روانه ده چې له امله یې هره ورځ زموږ میندې، ځوانان او ماشومان قرباني کېږي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېر ماښام په کابل کې د برکي څلورلارې په تروریستي پېښو کې د ټپیانو د لیدلو لپاره وزیر اکبر خان او صحت طفل روغتون ته ورغی.

له ملي امنیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سولې او ثبات دښمنان د پردیو استخباراتو په لمسون د ټولنې ټول قشرونه هغه که ملکيان دي او که دولتي کارمندان او امنیتي سرتېري، په نښه کوي او تروریستي فعالیتونه کوي.

محب زیاته کړه، د افغانانو دښمنان باید وپوهېږي چې په دغو غیر اسلامي او ناانساني بریدونو خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدای، ځکه امنیتي ځواکونه د خلکو په دفاع کې د خپلو وینو له تویېدو درېغ نه کوي.

د کابل ښار په برکي څلور لارې کې پرون مازیګر د پولیسو پر یوه رنجر ډوله موټر چاودنه وشوه چې له امله یې ښځې او ماشومان ټپیان شول.

ددې پېښې انځورونو او ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي دي او هغه یې یو غیر انساني او وحشتناک عمل بللی دی.

ځوانه ژورنالیسته انیسه شهید لیکي:

د دغه پیښې په غبرګون کې ځوان لیکوال او ژورنالیست سهار ناصري لیکلي:

د مسلم شیرزاد په نوم یو کس د پرونۍ چاودنې ویډیو خپره کړې او په حکومت یې هم نیوکې کړې دي.

له دغې پیښې وروسته د روغتون ډاکترانو وویل چې د ټپي مېرمنې او د دوه لورګانو چې عایشه او ملکه نومېږي، روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د چاودنې ټپیانې

تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.

 

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي