د هرات ګمرک کې له ۲ زرو ډیر وارداتي موټر سوځېدلي دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د سوداګرۍ خونې او د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان چې له دوه ورځو راهيسې په اسلام‌ کلا ګمرک کې د اور لګېدو له کبله د اوښتو زيانونو په اړه د څېړنې لپاره هرات کې دي، په يوه خبري ناسته کې خپلې موندنې رسنیو ته په ډاګه کړې.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې رييس سیدزمان هاشمي وویل، د دوی څېړنې ښيي چې اسلام‌ کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له کبله د ۳۷۰ د تېلو ټانکرونو په ګډون له ۲ زرو ډېر د وارداتي توکو موټر په بشپړه توګه سوځول شوي او له ۷۰ ډېر د توکو موټر او کانټينرونه ورک دي.

د هاشمي په خبره، اټکلونه ښیې چې د دې پېښې په پایله کې سوداګرو او موټرچلوونکو ته سلګونه ميلیونه ډالر زیان اوښتی.

د سوداګرۍ خونې مشر خان ‌جان الکوزی په ګمرک کې، د نورم او سټنډرډ ادارې او د حکومت له لوري ګمرک ته د اروزنې په موخه لېږل شوی پلاوی او د ظرفيت او تاسيساتو نشت اسلام ‌کلا ګمرک کې د اور لګېدنې اصلي لاملونه ګڼي.

الکوزی وايي، د سوداګرو له قوله لومړۍ موندنې ښيي چې له اورلګېدنې وړاندې اسلام ‌کلا ګمرک ته د څېړنې په موخه يو پلاوی ورغلی و او له سوداګرو یې د تېلو ټانکرونو او نورو توکو موټرونو څخه د ۸۰۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه ترڅو دوی خپل موټر لرې کړي او له همدې کبله يې دوو اونیو لپاره د موټرو ايستو ته اجازه نه ورکوله.

د نوموړي په وينا، پايله کې مرکزي پلاوي د پېښې په سهار د ۵۰۰ زرو ډالرو په اخيستو هوکړه وکړه؛ خو دغه پېښه وشوه.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د هرات په اسلام کلا ګمرک کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې په پایله کې ګڼو سوداګرو ته سخت مالي زیانونونه واوښتل.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي