د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي بمي بریدونه،هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړل چې په تیرو څو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.
د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین، د یو بیان په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه او د ټولو اړخونو څخه یې وغوښتل چې د سولې هڅو ته پاملرنه وکړي او په بین الافغاني خبرو کې د بریالیتوب د ترلاسه کېدو هڅه وکړي.
نوموړي یو ځل بیا افغانستان سره د سولې، امنیت او ودې پر لور د دې سازمان په همکارۍ ټینګار وکړ.
د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې هم د روانې اونۍ په پیل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د علماو، د بشري حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو هدفي وژنې وغندلې او پر ملکي وګړو باندې برید یې د ټولو آسماني ادیانو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل وګاڼه.
د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ملګري ملتونو ویلي، چې تېره ورځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې يې پر موټریز کاروان وسله وال برید شوی دی.
د یوناما د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې د ملګرو ملتونو د موټریز کاروان پنځه امنیتي کسان وژل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال رامیز الاکبروف د وژل شويو افسرانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې نور تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.