یوازې ښځه بله ښځه ښه پوهولای او درک کولای شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د “اکشی کمار” PAD Man’ فلم عالي فلم دی، په کتو او زده کړه ارزي.

لکه څرنګه چې د انسان په ژوند کې یوه ښه مشوره، ښه کتاب او ښه لارښود مهم و مثبت رول لري، همدا شان یو ښه شعر، ښه ډرامه او ښه او په حقیقت ولاړ فلم هم مثبت لورل لري او لوبولی شي. هر څوک باید کله کله ژوند له دغه زاویې هم مطالعه او زده کړه ځنې وکړي. وخت ورته وباسي.

نن هم موږ تاسي ته د اکشی کمار یو پخوانې فلم په هکله معلومات شریک کوو.

د فلم سټوري (کیسې) عمومي موضوع:

فلم سناریو د ښځېینو په هغه کاروونکي څېز (کوټېکس/ چې د میاشتني عادت په وخت کې استعمالېږي) لیکل شوې ده، چې هره ټولنه یې شرم و عار ګڼي او په هکله یې غږیدل هم بد و عیب بولي. که څه هم د هر کور مېرمنې یې کاروې او هر نارینه یې خپلو مېرمنو ته له بازاره راوړي. (عجیبه نده؟!)

images (1).jpeg

د فلم په اړه:

د فلم هلک پدې هڅه کې وي او د عامه پوهاوې لپاره مبارزه کوي، ترڅو خلک پدې پوه کړي، چې نه د ښځې وجود (میاشتنۍ ناروغي) عیب و شرم دی او نه یې هم د استعمالونکي اشیاء یا یې هم په اړه معلومات ورکول او یا یې په هکله خبرې کول.

دویمه هېله یې دا وي، چې ښځې باید (د میاشتني عادت په وخت کې) باسهولته، له ناروغیو/ مکروبونو خؤندي او راحت اوسي.

ددې فلم مهم موضوعات/پیغامونه (پوائنټونه):

۱، هېڅ نارینه د ښځې او ښځه له نارینه نه بغیر خپلو هیلو ته رسیدلی نشي، تر څو یو بل ته لاس ور نه کړي او ملتیا یې ونه کړي.

۲، په ښځېنه مسایلو کې؛ یوازې یوه ښځه بله ښځه ښه پوهولای او درک کولای شي.

۳، کله چې د لومړي ځل لپاره یو څه اختراع (رامنځته) کوئ، نو لومړی یې باید پخپله په خپل ځان عملي/ استعمال کړئ، تر څو کار مو له ناکامۍ سره مخ او د بل په ضرر تمام نشي.

۴، بې کاره، ناکام او مفلس نارینه د هېڅ ټولنې او بخصوص ښځه نه خوښوي؛ کامیاب، کاریګر، پیسه دار، زحمت کش او دیته ورته نور… نارینه د هر چا او د هرې جینۍ / ښځې (ایډیال وي) خوښېږي.

۵، کورنۍ ژوند:

که چیرته په یوه کورنۍ یا ټولنه کې د یوې ښځې / سړي ملتیا بل هېڅوک نه کوي؛ په خبرو او کار یې باور نه لري؛ نو د حقوق زوجین نه هم یو دا دی، چې پداسې حساسو شرایطو، بد وضعیت، ماتې او تنهایي په حالت کې میړه له خپلې ښځې او ښځه د میړه څخه دفاع و ملاتړ وکړي، تر شا یې ودرېږي او باور پرې وکړي، همت ورکړي او د ټولنې خولې او خبرو ته یې یوازې پرې نږدي.

۶، د ښځو په صحت و راحت کې د ټولنې هوساینه.

ګڼو ګڼو مېرمنو ته کارې زمینه برابرول، د ښځو د صحي پاملرنې تر څنګ په کارونو ګمارل، خپل ځان، نورو ښځو او ټولنې ته خدمت کول.

۷، خپل هېواد او هېوادوالو سره مینه، او هر ویاړ د هېواد ویاړ ګڼل.

۹، د خپلې مېرمنې تیروتنې/جدي نه نیول، بخښنه او ورسره وفاکول/ ژمن پاتې کېدل.

_ ما ترې صرف همدا څو ټکي راواخیستې.

images (2).jpeg

زما موخه له دې فلم او نکتو څه ده!؟

زما موخه دا ده چې: مونږ هېڅوک نه غلط یو او نه مو هم خبرې غلطي، ناروا، فساد او فحشا خپروونکي دي؛ بس توپیر یې دومره دی، چې د ځینو د پیغام رسولو یا خبرو کولو انداز او طریقه لږه ناسمه وي !!

دا مې تر دې وویل، چې یاده موضوع مخکې هم ډېری اشخاصو ذکر او لیکل پرې کړي، چې تحقیر و بد ښکاره شوي دي. موضوع ناسمه یا غلطه نده، فقط په الفاظو او د لیکلو په طرز کې به یې ستونزه وه.

مثلا: که یو څوک چاته ووایي چې: پلار مو څنګه دی؟ ډېر زیات به ځنې خوښ شي، چې زما د پلار د صحت حال یې واخیسته او په یاد یې دی، خو که همدا پوښتنه داسې مطرح کړي چې؛ هغه د مور مېړه دې څنګه دی؟ حال دا چې معنا او هدف یې یو دی خو الفاظ او انداز یې جدا دي، نو نه تنها چې له جدي برخورد سره به مخ شي، بلکې زمونږ پدې حساسه ټولنه کې به تر مرګه دا احوال پُرسي ورسېږي….

یادونې:

زما یو انداز دا دی، چې تر ډېره یوه موضوع نه لوڅوم، لوستونکیو ته یې پریږدم.

دویم، دا یوازې د یو فلم په هکله لیکنه نده، بلکې مهم پیغامونه او هیلې هم پکې نغښتي دي. فلم، ناول وغیره خو بس هسې یو مثال یا بهانه وي.

دریم، ټول نارینه حضرات! که چا دا فلم نه وي لیدلی، حتمن یې وګورئ!