راپور: نسيمه محمدي
امرالله صالح د ولسمشر لومړى مرستيال وايي، چې د هېواد له اوبو څخه د ډېپلوماټيک قدرت او ځواک لاسته راوړلو لپاره کار اخيستل کېږي.
د اسپوتنيک په حواله، صالح ويلي چې ولسمشر غوښتنه لري چې د افغانستان د اوبو زېرمو څخه په سيمه کې د بېساري ځواک ترلاسه لپاره ګټه واخيستل شي.
ښاغلي صالح زياته کړې، چې د افغانستان د اوبو هر څاڅکى بايد، نورو هېوادونو ته د هوکړه ليک پر بنسټ وڅاڅي. د نوموړي په خبره” يو څاڅکى ډېر يا کم” به چا ته ورنه کړي.
همدارنګه صالح ويلي دي، چې له دې وړاندې د يوه مسوول اوسېدونکي په توګه يې د هېواد د اوبو واقعي ارزښت ته فکر نه وو کړى، خو اوس داسې نه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره وايي، چې دې ادارې، ټول هېواد کې په روان لمريز کال کې د اوبو د پراختيا ١٩٠ پرمختيايي پروژې بشپړې کړي دي. د اوبو بندونه، سربندونه او کانالونه په دې ١٩٠ پروژو کې شامل دي او همدارنګه ٢٧٦ پروژې تر کار لاندې دي.