د ټي ټین لیګ پرونۍ درې لوبې او پکې د افغان لوبغاړو کارګردګي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د متحده عربي اماراتو لس اوریزه کرکټ لیګ پرون پنجشنبه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شو، چې په لومړۍ ورځ پکې درې سیالۍ وشوې.
په لومړۍ سیالۍ کې مراتا عربینز ـ نارترن وایررز ته په پنځو ویکټو، په دویمه لوبه کې پوني ډیویلز ـ ډیکن ګلډیټرز ته په اوو ویکټو او په درېیمه لوبه کې بیا ډهلي بولز ـ بنګله ټایګرز ته په اوو ویکټو ماته ورکړه.

پرونیو لوبو کې افغان لوبغاړي

په دې لیګ کې تر لسو زیات افغان لوبغاړي اخیستل شوي، چې ګڼ شمېر یې پرون ولوبېدل او د ځینو کارګردګي یې موږ دې لیکنه کې راخیستې.
۱- دروېش رسولي، پوني ډیویلز لوبډله، په ۶ توپونو ۶ منډې.
۲- شهزاد محمدي، ډیکن ګلډیټرز، په ۸ توپونو ۸ منډې.
۳- رحمن الله ګربز، ډهلي بولز، په ۱۵ توپونو ۴۱ منډې.
۴- محمدنبي، ډهلي بولز، په یوه توپ صفر منډه.
۵- مجیب الرحمن، بنګله ټایګرز لوبډله په دوو اورونو کې یې ۳۱ منډې ورکړې او ویکټه یې نه ده اخیستې.
۶- کریم جنت، بنګله ټایګرز لوبډله، په دوو اورونو کې یې ۳۴ منډې ورکړې او دوې ویکټې یې واخیستې.
۷- فضل حق فاروقي، بنګله ټایګرز لوبډله، په یوه اور کې یې ۱۶ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې واخیسته.

د نن لوبې

نن جمعه هم د ټي ټین لیګ درې لوبې کیږي، چې په لومړۍ لوبه کې مازدیګر ۴:۳۰ بجې قلندرز لوبډله ـ د پوني ډیویلز په وړاندې، دویمه لوبه کې ۶:۴۵ بجې مراتا عربینز ـ د ډهلي بولز په وړاندې او درېیمه لوبه کې بیا نن ماخستن ۹ بجې ډیکن ګلډیټرز لوبډله د ټیم ابوظبۍ په وړاندې لوبیږي.