لیکنه: محمدصابر حمیدي
د نړۍ تر ټولو د مشهوره کرکټ لیګ لپاره د لوبغاړو رانیوالو نېټه هندوستان اعلان کړه.
د IPL لیګ پر رسمې ټویټرپاڼې خبر ورکړل شو، چې د آی پي ایل سیالیو ۱۴م پړاو لپاره د لوبغاړو رانیولو مراسم یا بولي د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه ترسره کیږي.
د یاد خبر له مخې دا مراسم د هند په چینای ښار کې ترسره کیږي.
🚨ALERT🚨: IPL 2021 Player Auction on 18th February🗓️
Venue 📍: Chennai
How excited are you for this year's Player Auction? 😎👍
Set your reminder folks 🕰️ pic.twitter.com/xCnUDdGJCa
— IndianPremierLeague (@IPL) January 27, 2021
سږ کال اټکل کېده، چې په دې لیګ کې به د اتو لوبډلو په ځای لس لوبډلې ولوبیږي او سیالۍ به هم د نورو کلونو خلاف خورا په جلا او ښکلې توګه ترسره شي، خو هند کرکټ بورډ د نامعلومو دلیلونو له امله له یادو پریکړو بیرته په شا شوی.
د اٌصولو سره سم ددې لیګ کډونوالو لوبډلو څو ورځې وړاندې د هغو لوبغاړو لیست خپور کړ، چې له ځان سره یې ساتي او یا بولي ته وړاندې کیږي.
دوه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان خپلې لوبډلې د تېرکال په څېر خپلې لوبډلې له ځان سره وساتل او پرېنښودل، چې بولي ته وړاندې شي.
خو بل افغان لوبغاړی مجیب ځدران بیا خپلې لوبډلې کینګز الیون پنجاب د تېر کال خلاف له ځان سره ونه ساته او د هغو لوبغاړو په لیست کې یې راوستلی، چې بولي ته وړاندې کیږي.
دا چې د مجیب الرحمن ترڅنګ به د آی پي ایل سالیو بولي ته څومره افغان لوبغاړي واچول شي، تراوسه یې راپورونه نه دي ورکړل شوي.
که څه هم هند کرکټ بورډ ددې لیګ پیل وخت نه دی ښودلی، خو د اټکل له مخې به په راتلونکې مارچ میاشت کې پیل شي.