ژباړه: عایشه حیدري
له قند پرته ګاز لرونکو نوشابو څښل هم روغتیا ته زیان لري. ځینې خلک داسې ګومان کوي چې له قند پرته ګاز لرونکې نوشابې روغتیا ته زیان نه لري خو دا خبره سمه نه ده.
د دې ترڅنګ چې د ګاز او قند لرونکو نوشابو څښل روغتیا ته زیان لري له قند پرته ګاز لرونکې نوشابې هم روغتیا ته زیان لري، ځکه چې په دغه ډول نوشابو کې مصنوعي قند، اسید فسفریک، مصنوعي خوندونه، کافيين او داسې نور مواد ګډ شوي چې زموږ او ستاسو روغتیا ته ډېر زیانونه رسولای شي، نو ښه نه ده چې تاسو داسې فکر وکړئ چې پرته له قند څخه ګاز لرونکې نوشابې هېڅ زیان نه لري او په ډېره کچه یې وڅښئ.
په ټولیز ډول د نوشابو د جوړونې ترکیب روغتیا ته له ګټورو موادو څخه نه جوړېږي او له قند پرته نوشابو په ترکیب کې له مصنوعي قند څخه ګټه اخیستل کېږي.
د دغو ډول نوشابو د قند کچه د اصلي قند په پرتله ډېره ده. او د دې لامل کېږي چې په بدن کې د قند کچه لوړه شي. له مصنوعي قند پرته د دغو نوشابو نور ترکيبات هم زیان لرونکي دي.
له قند پرته ګاز لرونکې نوشابې قند، کالوري، بوره، غوړي او پروټین نه لري له همدې امله د دغو ناشابو د خوږوالي لپاره له مصنوعي قند څخه ګټه اخیستل کېږي.
داسې خواږه چې د تغذیې څېړونکي اوس هم په دې اړه بېلابېل نظرونه لري،څېړنې ښيي هغه کسان چې له قند پرته ګاز لرونکو نوشابو څخه ګټه اخلي ډېر امکان یې شته چې ژر په شکر اخته شي.
له قند پرته نوشابو کې له اسید فسفریک څخه ګټه اخیستل کېږي او دا ماده د غاښونو د پوکۍ لامل کېږي، د دغه ډول نوشابو څښل د زړه او بډوډي د ناروغیو لامل هم کېږي. د معدې ګټورې باکتریاوې له منځه وړي او د هډوکو د پوکۍ لامل کېږي.
ډېرې خلک د دې لپاره چې ډېر وزن وانخلي له قند پرته ګاز لرونکو نوشابو څخه ګټه اخلي خو هغوی په دې نه پوهېږې چې له قند پرته ګاز لرونکې نوشابې هم د وزن د ډېروالي لامل کېږي او نه باید له دغو نوشابو څخه ګټه واخلي.
څېړنې ښيي چې په دوامداره توګه د ګاز لرونکو نوشابو څښل د ماغزو د سکتې لامل کېږي.
د لیکنې په دې برخه کې غواړو تاسو ته د دې په اړه چې څنګه ګاز لرونکې نوشابې وڅښو خو زموږ روغتیا ته زیان ونه رسوي، معلومات درکړو.
۱- وړاندې تر دې چې نوشابه وڅښئ لومړۍ اوبه وڅښئ.
۲- کوښښ وکړئ چې کوچنۍ نوشابې وڅښئ.
۳- له هغو نوشابو څخه ګټه واخلئ چې له مېوو څخه جوړېږي.
په پای کې باید یادونه وکړو چې که هر کله مو زړه غوښتل چې نوشابه وڅښئ نو کوښښ وکړئ چې په دې اړه فکر ونه کړئ او خپل فکر په بل څه بوخت کړئ.
د بېلګې په توګه تاسو کولای شئ منډې ووهئ او یا هم مزل وکړئ دا دواړه لارې له تاسو سره مرسته کوي چې د نوشابې له څښلو څخه لرې پاتې شئ.