لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه نن سهار لس نیمي بجې د متحده عربي اماراتو په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
افغان کرکټ بورډ وایي ملې لوبډله د لومړۍ لوبې په څېر ننۍ لوبې ته هم چمتو ته او د چمتوالې په موخه یې ورته تمرینونو ترسره کړې.
https://www.facebook.com/1585279335059992/posts/2863968467191066/
په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې افغان لوبډلې د تیرې پنجشنبې په ورځ ایرلنډ ته په ۱۶ منډو ماته ورکړه.
یاده لوبه کې افغان لوبډلې د ټولو پنځوسو اورونو په لوبولو سره د نهو ویکټو په سوځېدو سره ۲۸۷ منډې وکړې او ایرلنډ ته یې د ۲۸۸ منډو هدف ټاکلی و.
د افغانستان لپاره رحمن الله ګربز ۱۲۷، راشدخان ۵۵، جاوید احمدي ۳۸ او نجیب الله ځدران بیا ۲۹ منډې جوړې کړې وې.
کله چې ایرلنډۍ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۱ منډې وکړې او په ۱۶ منډو توپیر یې له افغان لوبډلې ماته وخوړه.
افغان کرکټ ملې لوبډله د ایرلنډ په وړاندې تر ننۍ لوبې وروسته د سریز درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه راتلونکې سې شنبه ترسره کوي.