ژباړه: عایشه حیدري
که د خپل بدن له غوړو ستړي ياست او غواړئ چې د خپل بدن غوړ له منځه یوسئ او غواړي چې ښایسته او مناسبه اندام ولرئ، باید په دې پوه شئ چې د بدن د غوړو د له منځه وړلو لپاره مناسبه لاره د خوړو نه خوړل نه دي.
بلکې باید ځینې ګټور او سالم خواړه وخوړل شي، ترڅو ستاسو د بدن غوړ اوبه کړي.
هېر مو نه شي چې د بدن د غوړ د ويلې کولو لپاره هېڅ داسې خواړه نه شته چې په لږې او لنډې مودې کې ستاسو د بدن غوړ اوبه کړي نو د خپل بدن د غوړيو د ويلې کولو يا اوبه کولو لپاره اړینه ده چې صبر ولرئ او د یوه وړ مهالوېش له مخې په اوږدې موده کې د خپل بدن غوړ اوبه کړئ.
په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته ځینې هغه خواړه در وپېژنو چې دوامدار خوراک يې د بدن د غوړو په اوبه کولو کې له تاسو سره مرسته کوي.
لومړی: دارچین
څېړنو ښودلې ده چې دارچین د وينې د قند کچې انډول ساتي او د شکر لرونکو ناروغانو اشتها بندوي له همدې امله په دوامداره توګه خوړل یې د بدن غوړ اوبه کوي.
دویم: تریخ مرچ
مرچ د کپسایسین په نامه یوه کیمیاوي ماده لري چې د اشتها د بندېدو لامل کېږي.
او په چټکتیا سره د بدن غوړي اوبه کوي. له همدې امله د بدن د غوړو په اوبه کېدو کې ډېره مرسته کوي.
شین چای:
په شین چای کې شته کاتچین له تاسو سره د وزن په کمولو او د غوړيو په سوځولو کې ډېره مرسته کوي.
د ورځې په اوږدو کې د شین چای د ۴ تر ۶ ګیلاسو څښل او یوه نیمه ګړۍ سپورټ له تاسو سره مرسته کوي چې د يوې اونۍ په لړ کې د خپل بدن غوړي اوبه کړئ.
څلورم: ګریپ فروت
ګريپ فروت د بدن د غوړيو په اوبه کولو کې کومه جادويي ځانګړنه نه لري خو له تاسو سره مرسته کوي چې د مړښت احساس وکړي.
ځکه چې په ګريپ فروت کې د فیبر لوړه کچه شته او هضمول یې ډېر وخت غواړي.
که چېرې له خوړو څخه وړاندې يو ګیلاس د ګريپ فروت اوبه وڅښل شي تاسو ته د مړښت احساس درکوي له همدې امله ستاسو بدن د ورځې په اوږدو کې د کالوري لږې کچې ته اړتیا پیدا کوي او ستاسو د بدن د غوړيو په اوبه کولو کې مرسته کوي.
پینځم: هندواڼه
هغه خواړه او مېوې چې په لوړه کچه اوبه لري ستاسو د معدې او کولمو ډېره برخه نيسي او په بدن کې داسې سیګنال منځ ته راوړي چې په سمه توګه خواړه هضموي او ستاسو د بدن د غوړيو د اوبه کېدو لامل کېږي.
ډېری داسې مېوې شته چې له اوبو څخه ډکې دي او د بدن د غوړيو د اوبه کېدو لامل کېږي چې يوه ښه بېلګه یې هندواڼه ده.
شپږم: مڼه
مڼه هم د فیبر غوره سرچینه او له اوبو څخه ډکه مېوه ده او په خوړلو یې انسان د مړښت احساس کوي او د بدن د غوړو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
اووم: د چرګې هګۍ
د بدن د غوړيو د اوبه کولو لپاره باید د ورځې په اوږدو کې د کالوري له کمې کچې څخه ګټه واخیستل شي.
خو په دې وخت کې په ډېره کچه پروټين ته اړتیا ده. د چرګې هګۍ د پروټين غوره سرچینه ده.
څېړنو ښودلې ده، هغه خواړه چې په پریمانه کچه پروټین لري یعنې ۴۰سلنه پروټين او ۳۰سلنه کاربوهايډرېټ ولري، وروسته له يوه کال څخه د انسان بدن غوړي ۳۸سلنه د هغو کسانو په پرتله ډېر اوبه کوي چې له کاربوهايډرېټو څخه ډېره ګټه اخلي یعني په خوړو کې یې ۵۵سلنه کاربوهايډرېټ او ۱۵سلنه پروټين وي.