څو لارښونې چې میرمنې یې باید د غوسې پرمهال پام کې ونیسي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د نړۍ داسې هېڅ اړيکه به نه وي، چې په هغه کې قهر او غوسه رانشي، خو له بده مرغه ډېرې پياوړې اړيکې د وړو وړو جنګونو ښکار شي. ګډ ژوند سره له دې، چې خوږوالى لري کله کله ډېر تريخ هم شي.خو هوښيار انسانان دې ته اجازه نه ورکوي، چې په وړو خبرو، او قهر يې د ژوند اړيکه له منځه لاړه شي.
ښځې دې پر دې پوه شي، که چېرې ستاسو قهر او غوسه له خپل حده ډېره شي، نو دا به مو ستاسې د ژوند ملګري ته يو عادي خبره شي.او د دې لامل کېږي، چې ورو ورو له تاسو خپل زړه وشکوي.
مونږ په دې ليکنه کې د ښځو لپاره ځينې لارښوونې کړي، چې په پلې کولو سره يې، اړيکې به مو د قهر ښکار نشي. دا لارښوونې په لاندې ډول دي:
۱ـ د هوښيارو ښځو قهر او غوسه په دې ډول وي، چې له خپل مېړه سره په پوره ډول خپله اړيکه نه ختموي. مانا دا چې، که چېرې د خاوند خبرو مو غوسه دروسته، نو د خبرو له اوږدولو لاس واخلئ.او چوپتيا اختيار کړئ.
۲ـ د غوسې په موده کې که چېرې خاوند مو سلام درکوه، نو سلام ته يې ځواب ورکړئ، پخلى ورته وکړئ، که پر تاسو يې غږ وکړ نو ځواب يې ورکړئ. په ډېر هنر او مهارت سره مو مېړه پر دې پوه کړئ، چې د هغوى خبرې او کار ستاسو نه دى خوښ شوى.
۳ـ کله يې چې ستاسو څخه د قهر او غوسې پوښتنه وکړه، نو په ډېر نرمښت سره ورته د خپلې غوسې علت وواياست. نه دا چې اوږه مو پورته واچوئ، سترګې مو کش راکش کړئ، او پر داسې خبرو پيل وکړئ، چې نور مو هم جنګ لوى شي.
۴ـ د خپل خاوند لپاره مو يوه شوخه او مسته ښځه اوسئ، تر څو کله چې تاسې ورنه په قهر شئ، نو ستاسو د نه غږېدا توان ونه لري، او د پخلا کولو لپاره مو لارې ولټوي.