نیکمرغي؛ د خپل ژوند جوړولو لپاره لاس و پښې وهل

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

داسې ډېر څه دي چې د هغه په ترسره کولو موږ نېکمرغي ته رسېدلی شو. لکه:
ـ تل مثبت فکر ولرو او کله چې سهار له خوبه پاڅېږو باید مثبتې خبرې ځان سره تکرار کړو، ترڅو زموږ عادت وګرځي، ځکه کوم څه چې موږ فکر کوو هغه په باور بدلیږي؛ مثبت فکر انسان ته انرژي ورکوي.
ـ دا باید ووایو چې زه خوشاله یم تل د دې لپاره چې بې ارزښته مسایلو په هکله فکر نه کوم او کوم کسان چې منفي وي هغوی ته اجازه نه ورکوم خپل په منفي خبرو زما ورځ را خرابه کړي.
ـ زه د نړۍ نېکمرغه انسانه یم، ځکه کوم ډول چې مې خوښه وي هماغسې ژوند کوم د خلکو د خبرو پروا نه لرم چې څه وایي او څه فکر کوي؛ زما ژوند دی او پرېکړه هم زه خپله کوم.
ـ زما په ځان کې داسې ځواک شتون لري چې هیڅ ستونزه هم ما نشي ماتولی ځکه زه کولای شم د هر ډول ستونزو سره مبارزه وکړم او خپل د ټولو وېرو پر وړاندې ودرېږم او ورسره مخامخ شم.
ـ زه قوي یم ځکه خپل د ضعف ټکي پېژنم چې څه وخت په کوم حالت کې څه ډول یم او څه وکړم، نو همدې لپاره خپل ستونزې په اسانه حلولای شم.
ـ ښایسته یم، ځکه خپل ځان سره هماغه ډول چې یم مینه لرم، خپل ځان ته په ټیټه سترګه نه ګورم او تل ځانته وخت او ارزښت ورکوم، خپل هر ښه کار او بریا لمانځم ځکه زه د دې هر څه وړتیا لرم او دا زما حق دی.
ـ زه حق لرم چې ښه ژوند ولرم او دا ښه ژوند زه خپله خپل ځانته جوړوم او خپل له هر لحظې څخه خوند اخلم.
که موږ ژوند کې دا ټکي په نظر کې ونیسو او عملي یې کړو موږ به یو نېکمرغه انسان یو، ځکه که موږ خپل ژوند جوړ نکړو، ځان خوشاله ونه ساتو، ځان لورو ځایونو ته ونه رسوو بل هیڅوک هم زموږ لپاره څه نشي کولای دا موږ یو چې هر څه باید ترسره کړو.