ترهوونکي/ وېروونکي فلمونه کتل داسې پایلې درلودلی شي

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: ملیحه ناصري

ځينې ارواپوهان وايي چې د وېروونکو فلمونو کتل د دې لامل کېدلی شي چې انسان د امنیت حس پیدا کړي. کله کله ځينې کسان تر عادي فلمونو د وېروونکو فلمونو کتل غوره ګڼي. د وېروونکو فلمونو کتل انسان کې دا حس راژوندی کوي چې د ارامښت او امنیت احساس وکړي؛ ځکه چې د واقعیت او خوب/خیال تر مینځ شته واټن ته یې پام کېږي او پر خپل بې جنجاله ژوند خوشحالېږي.
یوې نوې څېړنې موندلي، هغه کسان چې دا ډول فلمونه ګوري، زړور کېږي، بیا په رښتیني ژوند کې تر نورو کسانو ښه وي او وېره نه لري، له خطر سره د مخامخېدو پر مهال وسوسې کمې ورته پیدا کېږي.
دوو ارواپوهانو( آیزنک او زاکمن) د انسانانو د هیجان په اړه څېړنې وکړې. دوی وايي په هر انسان کې دا چاره متفاوته وي. ځینې کسان ډېر هیجاني وي، ځينې دې حسونو سره ډېره مینه لري او ځينې غواړي هیجاني کارونه وکړي. دا ډول کسان ځينې ګډې ځانګړنې لري. دوی تل هڅه کوي خبرې وشني. ګواښوونکې چارې وکړي. نویو تجربو پسې ګرځي.
کله چې وېروونکي فلمونه کتل کېږي، په ماغزو کې هغه برخې خپل فعالیت پیلوي چې د رښتیني وېرې/جنګ پر وخت فعالېږي؛ خو توپیر دومره دی چې دلته موږ حس کوو چې ځای مو امن دی، هر څه دروغ/تمثیل دي. ځان امن احساسوو. هغه برخې چې دې وخت کې فعالېږي( تالاموس، هایپوتالاموس، کورتکس، هيپوکامپ، آمیګدال). همدا د امنیت حس د ماغزو هغې برخې سره چې خطر د خطر په نوم ثبتوي، مرسته کوي چې دا پېښې د ګواښوونکو پېښو په نوم ثبت نه کړي. همدې لپاره وېره احساسوو؛ خو دې ته خوندوره وېره وايي. خوندوره ځکه چې تر دې وروسته ښايي بیا بیا همداسې فلم کتلو ته زړه ښه کړو.
خو بدي یې دا ده چې دا مصنوعي هیجانونه بیا موږ اړباسي څو د ژوند له رښتینو هیجانونو خوند وا نه خلو. سربېره پر دې ځينې نورې اروايي ستونزې هم پیدا کولی شي؛ لکه: نه تمرکز، اضطراب، زړه‌وتل.
د داسې فلم کتلو لپاره باید څو سپارښتنې پلي شي چې ستونزې ونه زېږوي. د همدې لپاره داسې فلمونه وټاکل شي چې وحشت او تاوتریخوالی پکې ډېر نه وي. په ځلونو / پرله‌پسې دا ډول فلمونه ونه کتل شي. پر عادت مو وا نه وړي.
سرچینې: www.yjc.ir
خراسان
Www.namnak.ir