ليکنه: صديقه پوپلزۍ
که ښځه وي یا سړی، تر هغه اړینه رښتینې اوسېدل دي؛ ځکه دا کار زموږ د اړیکو د ټینګېدو سبب کېږي او هېڅکله نه پرېږدي چې اړیکې خرابې شي.
رښتینی نارینه ډېرې ځانګړنې لري لکه؛
ـ د ښځو په ارزښتونو ډېر ښه پوهېږي او تل یې په هر حالت کې درک کوي؛ ښځې ته په ټیټه/ سپکه سترګه نه ګوري.
ـ ځینې نارینه شتون لري چې دروغ ویل یې عادت ګرځېدلی وي، خو دا کار د اړیکو ترمنځ بې باوري رامنځته کوي. رښتینی نارینه هېڅکله د خپل د ژوند ملګرې ته دروغ نه وایي، که هر ډول سخت شرایطو کې هم وي بیا هم ورسره ریښتنی وي.
ـ خپل ګډ ژوند ته متعهده وي، او هېڅکله خپلې ښځې ته خیانت نه کوي، ځکه خیانت یوه اړیکه په ټوله معنا له منځه وړي.
ـ رښتیني نارینه د ښځو د احساساتو او عواطفو سره لوبي نه کوي، هرې خبرې او احساس ته ارزښت ورکوي؛ او تل یې پر وړاندې یې وفادار وي، هېڅکله د دې ځای بل چاته نه ورکوي.
ـ خپل وخت په جنګ، جنجال، خفګان او تحقیرولو نه تېروي، هره ستونزه چې وي په سمه یې حلوي؛ او هېڅکله نه غواړي د دې سبب شي چې هغه د بې ارزښتۍ احساس وکړي.
ـ بد چلند نه کوي، د بد رفتار او خبرو پر ځای د خپل ژوند ملګرې په قدر پوهیږي او ورته درناوی کوي، ځکه هرڅومره چې درناوی وکړي، مینه ورکړي، هغومره یې بېرته ترلاسه کوي.
ـ تل هڅه کوي، چې مېرمنه خوشاله وساتي او پر شونډو یې خندا راولي، او تل پرې ویاري. هر وخت یې ستاینه کوي.
ـ د ښځو لپاره یو ښه تکیهګاه وي.په هره ستونزه کې یې ترشاه ولاړ وي، د نورو لپاره یو ښه بیلګه وي.
په همدې ډول که نارینه ټوله رښتیني وي او ښه چلند وکړي، نو د دوی ژوند به له ناخوالي ژغورل کیږي او هېڅکله څوک نشي کولای د دوی ترمنځ راشي، ځکه کومه اړیکه کې چې مینه، صداقت، درناوی او باور وي، هېڅکله هلته خفګان نه وي.