ژباړه: عایشه حیدري
د تسلا د موټر جوړونې شرکت مشر اېلن ماسک څه موده وړاندې د نړۍ تر ټولو شتمن کس و پېژندل شو، خو دغه لومړي مقام ډېر پایښت نه درلود او له يوې لنډې مودې وروسته یې په یوه ورځ کې نږدې ۱۴ملیارډ ډالره شتمني، له لاسه ورکړه او بېرته د نړۍ دویم شتمن کس شو.
د نوموړي د موټر جوړونې شرکت ونډې په یوه ورځ کې ۸سلنه ښکته راغلې دي او د هغه خالصه شتمني، د ۱۳.۵ میلیارډ ډالره را لوېدو وروسته، ۱۷۶.۲ ملیارډ ډالر ته ورسېده.
د فوربس د موندنو پر بنسټ، کله چې اېلن ماسک د نړۍ تر ټولو شتمن کس په توګه وپېژندل شو او د امازون شرکت له مشر جېف بېزوس څخه وړاندې شو، له يوې لنډې مودې وروسته بېرته د نړۍ د دویم شتمن کس په توګه وپېژندل شو.
نوموړی اوس مهال ۶میلیارډ ډالره له بزوس څخه شاته پاتې دی، د بېزوس اوسنۍ شتمني ۱۸۲.۱ میلیارډ ډالره ده.
د امازون ونډې هم د دوشنبې په ورځ ۲ سلنه را ولوېدې او د جیف بیزوس پانګه ۳.۶ میلیارډ ډالره ور سره را کمه شوه.
د ۲۰۲۰کال په اوږدو کې په داسې حال کې چې د تسلا شرکت د اېلن ماسک تر مدیریت لاندې د پانګونې او د عاید له اړخه بېلابېلې لاسته راوړنې درلودې او څو څو ځلې یې د دغې ونډې لپاره وستایل شو چې په بدل کې یې میلیارډونه ډالر ترلاسه کړل.
که څه هم نوموړي په یوه ورځ کې ۱۴میلیارډ ډالره له لاسه ورکړې خو بیا هم د نړۍ د درېیم شتمن کس، روسي برنارډ ارنو څخه د هغه هېواد تر ټولو شتمن اوسېدونکی دی، ۲۰ملیارډ ډالره ډېره شتمني لري.