کورکمن؛ د مخ بخارونه رغوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: عایشه حیدري

کورکمن بې جوړې کورني درمل دي؛ چې خلک یې روغتیایي ګټو ته په پام ژېړه طلا نوموي.

له نېکه مرغه تر اوسه د کورکمن بیه لوړه نه ده او تاسو کولای شئ په ډېرې اسانۍ او کمې بيې کورکمن وپېرئ. نوله همدې امله په هر کور کې موندل کېږي.

کورکمن روغتیايي ګټې او د درملنې بې سارې ځانګړتياوې لري ان تر دې چې د درملو په جوړولو کې هم کارول کېږي.

له پېړیو راهیسې انسانان له کورکمن څخه په بېلابېلو برخو کې ګټه اخلي چې له هغې ډلې یوه هم د ښکلا نړۍ ده، باید په دې پوه شئ چې له دغو درملو څخه جوړ شوی ماسک د مخ د بوني، ځوانکو (ځواني دانو)، بخارونو او تورو دانو په درملنه کې ډېره مرسته کوي.

خو هېر مو نه شي چې کېدای شي د نورو ماسکونو په څېر ځینې کسان ورسره حساسیت پیدا کړي. نو ځکه باید د کورکمن د کارولو اصول مراعت کړئ.

د دې لیکنې په دوام کې غواړو تاسو ته د مخ د بخارونو د له منځه وړلو او د پوستکي ښکلا ته د کورکمن بېساري ګټو په تړاو مالومات درکړو. زموږ ملتیا وکړئ.

د مخ د پوستکي بخارونه هغه ستونزه ده چې ډېری خلک ترې رنځېږي.

په رښتيا هم د مخ بخارونه د پوستکي ښایست له منځه وړي. باید پوه شو چې په کورکمن کې د کورکومین په نامه یو ډول ماده شته چې له همدې امله ژېړ رنګ لري، دغه ترکیب د مېکروبونو ضد او په حقیقت کې د انټي اکسیډنټ ځانګړنه لري، نو ځکه د کورکمن په خوړلو سره کولای شئ د کورکومین ټولې بېسارې ځانګړتياوو څخه برخمن شئ.

د دې لپاره چې کورکمن د مېکروبونو ضد ځانګړتياوې لري او د انټي اکسیډنټ یوه غوره سرچینه ده نو حیرانونکی به نه وي چې کورکمن د پوستکي د ستونزو د درملنې لپاره وکارول شي.

که څه هم څېړونکي لا هم په کورکمن څېړنې کوي او غواړي چې د کورکمن نورې ځانګړتياوې هم ومومي خو په دې وروستيو کې ځینو څېړنو ښودلې چې له کورکمن څخه د ماسک په بڼه ګټه اخیستنه د مخ د بخارونو په له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي. نو که چېرې ستاسې د مخ پوستکی هم بخارونه لري او غواړئ دغه بخارونه له منځه یوسئ نو ارومرو د کورکمن له ماسک څخه ګټه واخلئ.