د انګلستان لوبډلمشر جیوروټ په ټیسټ لوبو کې اته زره منډې بشپړې کړې

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر جیوروټ د کرکټ په ټیسټ لوبو کې ۸۰۰۰ منډې بشپړې کړې.
روټ د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې په اول وار توپوهنه کې ۲۲۸ منډې وکړې او په ټیسټ لوبو کې یې د خپلو منډو لړۍ تر اتو زرو پوري ورسوله.
ښاغلي روټ دا اته زره منډې په ۹۷ ټیسټ لوبو کې جوړې کړې، چې په دې ۹۷ لوبو کې یې ۱۷۸ ځلې توپوهنه کړې.

هغه اوس په ۹۷ ټیسټ لوبو کې خپلې منډې ۸۰۵۱ ته پورته کړې، چې په دې فارمټ کې یې په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې ۲۵۴ دي.
د دې ترڅنګ هغه د خپلې ښې توپوهنې په مټ توانېدلی په ټیسټ لوبو کې ۱۷ سلیزې او ۴۹ بیا پنځوسیزې جوړې کړې.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې دې سره جیوروټ د انګلستان لپاره لومړنی لوبغاړی وشمېرل شو، چې اته زره منډې خورا په کمو لوبو کې جوړوي.
خو د انګلستان په تاریخ کې بیا د دې فارمټ اووم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی.

د انګلستان لپاره په ټیسټ لوبو کې زیاتې منډې جوړونکې لوبغاړي

۱- کاک، ۲۰۱۶ـ۲۰۱۸، ۱۶۱ لوبې او ۱۲۴۷۲ منډې.
۲ـ کوچ، ۱۹۷۵ـ۱۹۹۵، ۱۱۸ لوبې او ۸۹۰۰ منډې.
۳ـ سټیوارټ، ۱۹۹۰ـ۲۰۰۳، ۱۳۳ لوبې او ۸۴۶۳ منډې.
۴ـ ګو ویر، ۱۹۷۸ـ۱۹۹۲، ۱۱۷ لوبې او ۸۲۳۱ منډې.
۵ـ پیټرسن، ۲۰۰۵ـ۲۰۱۴، ۱۰۴ لوبې او ۸۱۸۱ منډې.
۶ـ بایکاټ، ۲۰۱۲ـ۲۰۲۱، ۱۰۸ لوبې او ۸۱۱۴ منډې.
۷ـ جیو روټ، ۲۰۱۲ـ ۲۰۲۱، ۹۸ لوبې او ۸۰۵۱ منډې.
۸ـ اتریټون، ۱۹۸۹ـ ۲۰۰۱، ۱۱۵ لوبې او ۷۷۲۸ منډې.
۹ـ بیل، ۲۰۰۴ـ ۲۰۱۵، ۱۱۸ لوبې او ۷۷۲۷ منډې.
۱۰ـ کوډري، ۱۹۵۴ـ۱۹۷۵، ۱۱۴ لوبې او ۷۶۲۴ منډې.