د ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه راشدخان متحده عربي اماراتو ته ورسېد

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپ‌اچونکي راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه.
په یاده وروستۍ لوبه کې راشدخان هم توپ اچونه او هم توپوهنه وکړه، چې په توپوهنه کې یې ۴ منډې وکړې او توپ اچونه کې یې بیا ۴ آورونه وکړل، ۲۹ منډې یې ورکړې او ۲ ویکټې یې واخیستې.
تر یادې لوبې وروسته راشدخان پر خپلی رسمې ټویټرپاڼې ویلي وه، چې د اسټرالیا په بیګ باش کې ورته هره لوبه یو چلینج او زده کړه وه.
اوس تازه افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې راشدخان ارمان د ایرلینډ سره د راتلونکو دریو یو ورځنیو لوبو په موخه متحده عربي اماراتو ته ورسېد.
https://www.facebook.com/1585279335059992/posts/2858278297760083/

په بیګ باش لیګ کې راشدخان

په بیګ باش لیګ کې د دوشنبې په ورځ راشدخان وروستۍ لوبه ترسره کړه، چې له افغان ملې لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه نن متحده عربي اماراتو ته ورسېد.
راشدخان د بیګ باش لیګ په سږني پړاو کې ټولې ۱۰ لوبې وکړې او ۱۶ ویکټې یې واخیستې.
راشدخان داسي مهال متحده عربي اماراتو ته ځي، چې د ملي ټیم بل لوبغاړی محمدنبي وار له مخي بیګ باش سیالۍ پرېښودلې او اماراتو ته یې سفر وکړ.
راپورنه وایي، مجیب ځدران هم متحده عربي اماراتو ته تللی.
افغان کرکټ ملې لوبډلې په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلینډ په وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، چې په لوبډله کې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم اخیستل شوي