ژباړه: ملیحه ناصري
۱-د کورنۍ نېکمرغي د خدای ج په عبادت کې ده.
۲-عزت یې په دوستي او ملګرتیا کې دی.
۳-شتمني او بډاینه یې په خوښي کې نغښتې ده.
۴-کور په پاکي ښکلی دی.
۵-د کور پاکي په تقوا کې نغښتې ده.
۶-د کور پایښت او ټینګښت په تربیه کې نغښتی دی.
۷-معنویات د کور اړتیا دي.
۸-کور په مینه تود او ګرم دی.
۹-د کورنۍ اخلاص په ګرانښت پورې تړلی.
۱۰-د کورنۍ پرمختګ په قناعت کې دی.
۱۱-د کور خوند په جوړجاړي کې دی.
۱۲-د کورنۍ نېکمرغي په امنیت کې ده.
۱۳-روښانتیا یې په ارامښت کې دی.
۱۴-د کورنۍ هوساینه په درناوي او پوهاوي کې ده.
۱۵-ارزښت یې په باور او اطمینان پورې تړلی دی.
۱۶-د کورنۍ روغتیا په پاکوالي کې ده.
۱۷-د کور صفت/ستاینه په انصاف او بښلو کې دی.
۱۸-حلاله روزي/مړۍ د کورنۍ شرافت دی.
۱۹-ساده جوړ شوی کور، ښکلی وي.
۲۰-د کورنۍ هوساینه/ارامښت د دندې پر ځای کولو کې نغښتی دی.