که بریالی ګډ ژوند غواړئ، نو دا خبري هېري کړئ!

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عایشه حیدري

په ورځني ژوند کې کله چې له خپلې مېرمنې/خاوند سره غږېږئ ستاسو خبرې اترې او هغه کلمې او جملې چې د هغې/هغه پر وړاندې استعمالوئ ډېره مهمې دي او که یې په ناسمه بڼه وکاروئ، کېدای شي ستاسو د مینه ناکې اړیکې د خرابېدو او ان د بیلتون او طلاق لامل شي.

کومې خبرې چې تاسو د خپل ژوند ملګري/ملګرې ته کوئ، کېدای د هغوی د زړه د نرمښت لامل شي او له تاسو سره یې مینه ډېره شي، خو برعکس ځینې خبرې کولای شي ستا د ژوند په ملګري/ملګرې بده اغېزه وکړي او ستاسو تر مېنځ د خپګان او بیلتون لامل شي.

مونږ په نننۍ لیکنه کې ځینې بدې او نارامونکې جملې او خبرې له تاسو سره شریکوو چې تاسو یې باید هېڅکله هم خپلې مېرمنې/خاوند ته ونه کړئ. د لیکنې تر پایه مو ملتیا غواړم.

۱- که رښتیا دې له ماسره مینه درلودله…………….

۲- تا هېڅکله/ تا تل ………..

۳- ټوله ستونزه په تا کې ده، زه هېڅ ستونزه نه لرم.

۴- دومره حساس/حساسه، مه اوسه.

۵- خبره ځان ته مه نیسه.

۶- خپل مسؤولیت په سمه توګه ترسره کوه، خپل مسؤولیت په خپله مخ ته وړه.

۷- ته دې خپلې مور/پلار، په شان یې.

۸- ستړي کېدل/زه له تانه طلاق غواړم.

۹- له تانه کرکه لرم.

۱۰- هېڅ دې نه پېژنم.

۱۱- لوی/لویه، شه. له حد نه دی تېر/ تېره شوې.

۱۲- هره خبره چې وه هېره یې کړه.

۱۳- اړینه نه ده چې زه درنه غوښتنه وکړم، که مې تاته ارزښت درلود ته به پوه شوی/شوې وې چې زه څه غواړم.

۱۴- ملګرو، مور او پلار مې ستا په اړه رښتیا ويل.