راشد: ډېر خوښ یم چې د پاکستان په سوپرلیګ کې واخیستل شوم

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي خوښي ښودلې، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره یوځای شوی.
هغه پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، د لومړي ځل لپاره په دې لیګ کې لوبېدل به ورته لویه تجربه وي.
هغه لیکلي:

‹‹زه ډېر خوښ یم چې سږ کال د پاکستان په سوپر لیګ کې برخه اخلم او د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږم. زما لپاره به د پاکستان په سوپرلیګ کې لوبېدل یوه بېله تجربه وي. د یو ښه پړاو په هیله یم. ډېر ژر به سره ووینو لاهور قلندرز لوبډلې.››


د پاکستان د کرکټ کورني تجارتي لیګ (PSL) ته د لوبغاړو د پیر مراسم د یکشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول، چې پکې پنځه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ځان ته واخیستل.
د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.
محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شول.

د پاکستان شپږم پړاو سوپر لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه پیلیږي او د مارچ میاشتې تر ۲۲مې نېټې پوري به دوام وکړي.
اسلام اباد یونایټیډ، ملتان سلطانز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي، کویټه ګلډیټرز او کراچۍ کینګز هغه شپږ لوبډلې دي، چې په دې لیګ کې به ولوبیږي.
سږ کال د دې لیګ ټولي لوبې د پاکستان په کوربتوب دوو ښارونو لاهور او کراچي کې ترسره کیږي.
د نورو کلونو خلاف داځلې پاکستان دې لیګ ته د پوره چمتوالي ترڅنګ زیات خوشبینه دی، هغه ځکه سږ کال یې لوبې خپل هیواد کې دي او د نورو کلونو په پرتله پکې نامتو او تکړه لوبغاړي اخیستل شوي.