ژباړه: عایشه حیدري
که غواړئ خپل وزن کم کړئ، نو دغه مېوې د خپلو خوړو په رژیم کې ور زیاتې کړئ.
د همشهري انلاین د راپور پر بنسټ، له کاربوهايډرېټ څخه ګټه اخیستنه د وزن کموالي لپاره ګټه نه لري او د دې سربېره چې ګټه نه لري، زیانونه هم لري. خو کله چې مېوې په اړه خبرې کېږي نو کیسه بیا بل ډول ده.
مېوې د فیبر، ويټامينونو او د اړتیا وړ خوړو او معدني موادو غوره سرچینې دي. په مېوه کې شته فیبر د دې لامل کېږي چې تاسو د مړښت احساس وکړئ او د مېوې فرکټوز د دې لامل کېږي چې د خوږو له خوړلو څخه مخ واړوئ.
د وزن کموالي لپاره ټولې مېوې ګټورې دي، خو ځینې مېوې د وزن په ژر کمولو کې ډېره مرسته کوي. موږ غواړو په نننۍ لیکنه کې څلور هغه مېوې در وپېژنو چې د وزن په کمولو کې ډېره مرسته کوي.
لومړی: مڼه
یوه مڼه ۴ګرامه فیبر او ۹۵کالوري لري. دغه مېوه د وزن کمولو لپاره تر ټولو ښه مېوه ده. دغه مېوه د فیبر يوه ښه سرچينه ده او تر ډېره د انسان د مړښت لامل کېږي. څېړنو ښودلې چې مڼه کولای شي د وزن په کمولو کې ډېره مرسته وکړي.
دویم: کېله
د ډیرو خلکو د اند پر خلاف کیله د چاغښت لامل نه کېږي. دا سمه ده چې دغه مېوه د نورو مېوو په پرتله ډېره کالوري لري او د معدني موادو یوه غوره سرچينه ده. کیله د پوټاشیم، منیزیم، منګنز، فیبر، ويټامينونو او انټي اکسیډنټ غوره سرچینه ده. همدارنګه له کیلې څخه د ورځې په اوږدو کې ګټه اخيستنه کولای شي د وينې د لوړ فشار کنټرول کړي او د دې سربېره د وزن په کنټرولولو کې هم مرسته وکړي.
درېیم: د توت ډولونه
د توت بېلابېل ډولونه د خوړو په توګه کارول کېږي. توت په ډېره ټیټه کچه کالوري لري او د ويټامينونو او انټي اکسیډنټ یوه ښه سرچینه ده.
د بېلګې په ډول ۱۵۲ګرامه سټرابېري توت ۵۰کالوري لري، تاسو کولای شئ د توت بېلابېل ډولونه په مازدیګري کې وخورئ.
څلورم: مالټه
هغه میوه ده چې ارومرو باید په ژمي کې ستاسو د خوړو په رژیم کې ځای ولري، ځکه ژمی د مالټې فصل دی، دغه مېوه د فیبر او C ویټامین غوره سرچینه ده او په ډېره ټیټه کچه کالوري لري. یوه مالټه ۴۵کالوري لري، نو هر کله مو چې مالټه خوړله د خپل وزن د زیاتېدو اندېښنه مه کوئ.