حماقت او ناپوهي يانې هغه چاته ارزښت ورکول، چې وړ يې نه وي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ليکنه: حنيفه مومند

ټول انسانان په ژوند کې د اړيکو څښتنان دي، خو د دغه اړيکو ترمنځ کله نا کله دومره صميميت رامنځته شي، چې يو مشخص کس ته ډېر د نږدېوالي احساس کوو، خو پام مو وي چې دومره هم بايد چاته ځان نږدې نه کړو، چې بيا په راتلونکې کې زموږ د ذلت/ خوارۍ لامل شي.
په سلو کې به ډېر کم داسې خلک پيدا شي، چې ستاسو د ښو کړنو ستاينه وکړي او په مقابل کې يې ښه درکړي، که ښه نشي درکولاى حد اقل د ښو ځواب مو په بدۍ در نه کړي.
دا چارې نسبتا د ډېرو انسانانو په فطرت کې شته، چې موږ يې د اغيزو شاهدان يو.
اوس به ستاسو ذهن ته د هغو کسانو لېست راغلى وي، چې دا ډول او دېته ورته کړنې ترې ترسره شوي وي يا لا هم دوام لري.
که دا ډول او دېته ورته ملګري، خپل خپلوان لرئ، نو سر له همدا نن څخه يې د ملګرتيا له لېسته لرې کړئ.
په دې کار سره تاسو نه يوازې دا چې خپل ځان ته درناوى کوٸ، بلکې خپل ځان مو له راتلوونکو ژورو خفګانونو/ اندېښنو هم ژغورلاى شي.