ليکنه: حنيفه مومند
پښتو کې متل لرو چې، له سلو هو څخه، يوه “نه” ښه ده!
د ډېرو انسانانو د ضعف/ کمزورۍ ټکى دا دى، چې چا ته(نه) نشي ويلاى، دوى فکر کوي چې (نه) ويل د نالايقه خلکو صفت دى، خو په حقيقت کې دا صفت د پياوړو، باصلاحيته او پر ځان باوري خلکو نښه ده.
د مطلب په دوام درسره درې هغه اړين ټکي شريکوو، چې پر مټ يې د(نه) ويلو حس په ځان کې پياوړى کولاى شئ.
١ – تاسو بايد دا ومنئ، چې تر ځان درته نور څه ارزښت نه لري، نو د نورو د رضايت لپاره په ځان دومره فشار مه راوړٸ، چې ستاسو د ذهني نا ارامۍ سبب شي. په هغه اندازه د خلکو لاسنيوى وکړئ، کوم چې په وس او توان کې مو وي.
٢ – په دې خبره باور ولرئ، چې انسان خپل چارى موجود دى، او د خپل کار د ترسره کېدلو لپاره درته غوړه مالي کوي، خو تاسو بايد دېته متوجه اوسئ، چې همدا کسان بيا پر تاسو د ناپوهو او احمقانو فکر هم کوي، نو مخکې تر دې چې له داسې کوم چا سره مخ شئ، بايد پام وکړئ.
٣ – د خپلو اړينو کارونو لېست برابر، او ورسره يې شريک کړئ، او ورته داسې وښايئ، چې د نورو کارونو لپاره وخت نه لرئ، او خپلې چارې مو درته لومړيتوب لري.
که مو دا ټکي مراعت کړل له يوې خوا به مو ځان له استرس ساتلى وي، له بله پلوه به مو مطلب اشنا خلکو ته ادبي درس ورکړى وي.