ګډ ژوند کې د بریالیتوب راز

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ

ګډ ژوند کې هم هر ډول ستونزې وي. ځینې جوړې خوشاله وي او ځینې بیا ښه ژوند نه لري، تل له خپل ژوند څخه شکایت کوي. دا چې د جوړو خوشالي او د بریا راز څه کې دی دلته یې لولو.

کومې جوړې چې په خپل ژوند کې خوشاله وي هغه د دې لپاره چې کړنې یې روغي او بدلون منونکې دي، تل هڅه کوي یو بل درک کړي او خپل ترمنځ ښه چلند ولري.

منفي کړنې نه یادوي یو بل ته سپکه خبر نه کوي، تل ښه وختونه یادوي او هماغه ښې کړنې تکراروي. ځکه هرڅومره منفي خبرې یادې کړو ګټه نلري زموږ ذهن لا هماغه خواته وړي.

تر ټولو د ګډې جوړې لوی راز مینه ده، مینه د ژوند اساس یا پایه ده، مینه اړیکه ټینګوي هر څومره یو بل سره مینه وکړي هغومره اړیکه تر پایه بریالي وي.

هره اړیکه پر اتحاد ولاړه ده. ګډې جوړې هم باید خپل منځ کې اتحاد،صداقت ولري هره پرېکړه په ګډه سره وکړي پرته له مشورې باید کوم کار ترسره نه کړي، همدا کار د باور د زیاتېدو سبب کیږي.

د ګډې جوړو ترمنځ د فزیکي شتون سره فکري شتون هم اړینه ده.

دواړه لوري باید خپل ځانو ته ډېر پام وکړي، خپل سر او څېرې ته په ځیر سره رسیدګي ولري.

کومې جوړې چې بریالۍ دي هغه یو بل ته درنښت لري، یو بل ته ډېر پام کوي، همغږي وي، افهام او تفهیم لري، د بدو او نیوکو پر ځای د حل لاره مومي، هڅه نه کوي چې لا جنجال ډېر کړي.

خپل هره ورځ لمانځي، ځانو ته نه هېرېدونکي محفلونه جوړوي، تل یو بل ته ډالۍ ورکوي، هڅه کوي په یو ډول نه یو ډول خوشاله وساتي.

بدګماني نه کوي بلکې هڅه کوي رښتیا وګوري او درک کړي پرته له لیدلو اقدام نه کوي، یو بل سره مساویانه او یو ډول چلند کوي تل یوزای ستونزې حلوي.

یو بل نه قیدوي، شک نه کوي او کومه ازادي چې هر انسان یې حق لري هماغه ورکوي.

ګډ ژوند کې تل مثبت فکر باید ولرو، پوهان وایي: انسان چې د هر څه په اړه فکر کوي هماغه څه تري جوړیږي.

ګډ ژوند ځینې مهارتونو ته اړتیا لري که هغه ولرو نو ګډ ژوند ورځ تربلې ټینګیږي نو موږ هم باید هڅه وکړو ترڅو ژوند په بریا سره مخته لاړ شي.