آيا په چاپيريال کې تفريح کول د انسان روغتيا ته زيان لرلاى شي؟ نوې څېړنه يې په اړه څه وايي؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: حنيفه مومند

که له پلي تګ سره مينه نه لرئ، نو اړينه نه ده چې ځان دې کار ته مجبور کړئ.
څيړنې وايي غوره ده، چې تاسو په کوم ځاى کې ځان هوسا احساسوئ، نو هماغلته پاتې شئ، کېداى شي چې دا ستاسو د ځواب ځاى وي.
څيړونکو ويلي، چې په دې وروستيو کې ډاکټران د پلي تګ پر ګټو ډېر ټينګار کوي، چې ډېرى څيړونکي بيا د ژورخفګان او ذهني ناراميو او داسې نورو لپاره درملنه بولي. خو په عينې حال کې د اکستر پوهنتون څيړونکو ښودلې، چې دا ډول سپارښتنې ممکن د هر چا لپاره ګټورې نه وي.
پايله دا هم ښيي، چې کله يو کس پلي تګ سره ځان نارامه احساسوي، خو د کورنۍ، ملګرو، يا د روغتياپالانو لخوا مجبوريږي، تر څو پلي تګ وکړي، نو د مثبتې پايلې درجه صفر ته ښکته کېږي، او پر ځاى يې منفي اغېزې زياتېږي او نوموړى کس به د فشار او خفګان سره مل وي.
بلخوا په يوې نوې څيړنه کې ويل شوي
آيا د انسان اړيکه تل له چاپيريال سره کولاى شي هغوي له رواني ستونو څخه خلاص کړي!؟ دا څيړنه، چې په ١٨ هېوادونو کې په ١٨٠٠٠ کسانو ترسره شوې ښيي، هغه ډله کسان چې په اضطراب اخته دي د هغو کسانو سره برابر دي، چې په چاپيريال کې پلى تګ کوي، او دواړه ډله وګړي په يو ډول چاپيريال کې ژوند کوي، خو بيا هم د نارامۍ احساس لري. همدارنګه دا څېړنې ښيي، چې د دا ډول درملنې توصيه بايد ټولو وګړو ته يو شان نه وي.
امکان لري، چې په ځينو ټولنو کې دا ډول ستونزې په دوديزو لارو چارو هم حل شي.
دا پايلې د پراخو مطالعو وروسته وايې، دا چې ښاري چاپيريال د فشارونو او رواني ستونزو سره مل وي همغږي لري.
خو په عينې حال کې ډاکټران بايد خپله پاملرنه نسبت چاپيريال ته، د يو شخص احساساتو ته زياته وي.
د دوي سپارښتنه دا ده، چې خپل تمرکز ډېر په هغو ځايونو او وګړو وکړي، چې دوي ورسره مينه لري.