د کال زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي؛ راشد دویم او مجیب اووم دی

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

ایسفاین کریک‌انفو په شل اوریزه سیالیو کې د تېر ۲۰۲۰م کال تر ټولو زیاتې ویکټ اخیستونکې لوبغاړي معرفي کړي، چې افغان لوبغاړی راشدخان په یاد لیست کې د ۵۶ ویکټو په اخیستلو سره دویم ځای او مجیب ځدران بیا د ۳۷ ویکټو په اخیستلو سره اووم ځای لري.
https://www.facebook.com/18429207554/posts/10157828908562555/

په شل اوریزه سیالیو کې د ۲۰۲۰م کال زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

۱ـ حارث رووف د پاکستان ملې لوبډلې، ۳۷ لوبو کې ۵۷ ویکټې.
۲ـ راشدخان د افغان ملې لوبډلې، په ۴۵ لوبو کې ۵۶ ویکټې.
۳ـ شاهین شاه افریدی د پاکستان ملې لوبډلې، په ۳۷ لوبو کې ۵۲ ویکټې.
۴ـ محمد امیر د پاکستان ملې لوبډلې، په ۳۶ لوبو کې ۴۲ ویکټې.
۵ـ کریس جورډن د انګلستان ملې لوبډلې، په ۴۱ لوبو کې ۴۰ ویکټې.
۶ـ شاداب خان د پاکستان ملې لوبډلې، په ۳۲ لوبو کې ۳۸ ویکټې.
۷ـ مجیب ځدران د افغان ملې لوبډلې، په ۳۰ لوبو کې ۳۷ ویکټې.
۸ـ مصطفیظ الرحمن د بنګله دېش ملې لوبډلې، په ۱۸ لوبو کې ۳۶ ویکټې.
۹ـ ایس آر پټېل په ۴۳ لوبو کې ۳۶ ویکټې.
۱۰ـ جسپریت بومرا د هند ملې لوبډلې، په ۲۳ لوبو کې ۳۵ ویکټې.
یادو لوبغاړو په تېر د ۲۰۲۰م کال کال د خپل هیواد د کرکټ ملې لوبډلو او په بیلابیلو لیګونو کې شل اوریزه سیالۍ ترسره کړې دي او بیا یې یادي ویکټې اخیستې.