ژباړه: مليحه ناصري
د کولمو د سرطان شپږ پټې نښې چې باید پام ورته وشي
۱-کمخوني/ د وینې کمښت:
د وینې کمښت هغه ته وايي چې وینه د اړتیا وړ هموګلوبین ونه لري. ډېری کسان دا ستونزه بابېزه ګڼي؛ خو کمخوني کېدی شي دا دروښيي چې د وجود دننه کوم ځای وینه تویېږي یا خونریزي روانه ده. که چېرې پر وجود رابرسېره نه شي، دا مانا لري چې ښايي دننه وي. د غټو کولمو سرطان معمولاً خونریزي لري. چې دا چاره وسپنه او وینه په وجود کې کموي. کېدی شي شپږ میاشتې تر دې مخکې چې په مدفوع کې څه شي ووینئ، د وینې کمښت درته پیدا شي. که چېرې مدفوع مو تر مخکې وختونو بدلون کړی و، یا مو څه پکې ولیدل، روغتیاپال ته ورشئ.
۲-نس درد:
ټولو ته نس درد او باد پیدا کېږي. ډېری وخت کومه غټه او جدي ستونزه نه وي؛ خو که له نورو نښو نښانو سره راپيدا کېږي، باید ډاکټر ته ورشئ. که نس درد او د نس باد دومره وي چې شدید شي، ورځنۍ چارې خرابې کړي، ښه به دا وي چې روغتیاپال سره مشوره پرې وکړئ. د عضلاتو ټولېدل باید ډېر اوږود نه شي، که تر یوې اونۍ ډېر شو، ستونزه مو جدي ده.
د نس پړسېدل او باد نیول د غټو کولمو د سرطان یوه نښه ده.
۳-نري مدفوع:
که مدفوع مو تر مخکې ډېر نري شوي وي، کېدی شي تومور په غټه کولمه کې وي. په کولمو نورو بدلونونو(قبضیت…) ته پام کوئ.
۴-د شپې خولې کېدل:
ډېری کسان د شپې مهال خوله کېږي؛ خو د ځينو روغتیاپوهانو په وینا کېدی شي دا هم د غټو کولمو د سرطان نښه وي. که چېرې له نورو نښو سره مو اوږدمهاله د شپې خوله هم کوله، ډاکټر ته هرومرو ورشئ. یوازې د شپې مهال خوله کېدل د سرطان نښه نه ده؛ خو بیا هم پوښتنه یې ضرور ده.
۵-بې دلیله د وزن کمېدل:
ظاهراً وزن کمېدل مثبته چاره برېښي؛ خو د کولمو او نورو سرطانونو یوه نښه هم کېدی شي. وزن کمول ښه دي؛ خو چې پرته له هوډ، ورزش، مناسب خوړنیز رژیم… ناڅاپي وزن کم شي، ګواښوونکی دی.
۶-ستوماني:
ډېری کسان ستوماني خوشې ناڅیزه ګڼي او په ډېر کار یا بېخوبۍ پسې یې تړي؛ خو بې کچې ستوماني، هغه هم چې سم استراحت ورسره ولرئ، د یوې ناروغۍ نښه کېدی شي. د کولمو سرطان کېدی شي د ساهلنډۍ لامل شي.