د معدې زخم/ ټپ؛ نښې ,لاملونه او درملنه یې

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: ملیحه ناصري

د معدې زخم څنګه او ولې پیدا کېږي، څه ډول یې درملنه شونې ده؟

د دې لیکنې په ترڅ کې د معدې د زخم په اړه مالومات درکوو چې اوس ډېری ځوانان پرې اخته او ترې کړېږي.

د معدې ټپ دننه په معده کې د کولمو په پورتنی برخه کې پیدا کېږي. د معدې سوزش/سوځېدل یې تر ټولو عامه نښه ده.

د معدې ټپ دغه لاندې ډولونه لري:

-هغه زخمونه چې د معدې دننه رامینځته کېږي.

-هغه زخمونه چې اثناعشري ټپونه ورته وايي او د کولمو په پورتنۍ برخه کې مینځته راځي.

د معدې د ټپ تر ټولو ستر لامل چې د سرطاني ناروغیو اړوند لیکنه کې مو هم نغوته ورته کړې وه، هیلو باکټر پیلوري/اچ پي دی. بل لامل یې د ځينو درملو اوږدمهاله کارونه ده؛ لکه: آیبوبروفین، سپرین او ناپروکسن سودیم.

سټرېس او د توندو خوړو خوړل د معدې د ټپ لامل نه ګرځي؛ خو کولی شي چې نښې یې پیاوړې او برسېره کړي.

د معدې د زخم نښې:

-نس درد چې سوزش هم ولري.

-د مړښت احساس، التهاب او قبضیت.

-د غوړو خوړو په هضمولو کې کمزورتیا.

-د معدې سوزش/سوخت.

-کانګې/زړه بدوالی.

تر ټولو عامه نښه یې د معدې سوځېدل دي. اسید/تېزاب او تشه معده د معدې درد لا ډېروي. د هغو درملو په کارولو سره چې د اسید کچه راټيټوي، کولی شئ د معدې درد راکم کړئ؛ خو درد بېرته پیلېدی شي. دا درد د شپې او ډوډي خوړلو وختونو پر مهال زیاتېږي. تقریباً درې پر څلورمه برخه د معدې ناروغان کومې نښې نه لري. په ډېرو کمو وختونو کې د معدې نښې شدیدې دي:

-عادي یا وینه لرونکی زړه بدوالی/استفراغ.

-په مدفوع کې ټينګه یا توره وینه، تور یا قیر رنګه مدفوع.

-په ساه اخیستلو کې ستونزې.

-د تهوع یا کانګې کولو احساس پیدا کول.

-بې دلیله د وزن کمېدل.

-په اشتها کې بدلون.

د معدې د ټپ درملنه:

د معدې د ټپ درملنه د هغوی د لاملونو پر بنسټ یو بل سره توپیر کوي. که چېرې باکټریا پیلوري چې اچ پایلوري هم ورته وايي، باید دا له مینځه یوړل شي. د آسپرین او نورو تسکینوونکو درملو کارونه راکمه شي. هغه درمل چې د معدې د ټپ د درملنې په پار ورکړل کېږي دا دي:

۱-انټي بیوټيکونه: کله چې ناروغ اچ پایلوري ولري، معالج ډاکټر یې د انټي بیوټیکونو یو ترکیب ورکوي. دغه انټي بیوټيکونه دا دي: اموکسي‌سیلین(اموکسېل)، کلاریټرومایسین(بیاکسین)، میټرونیډازول( فلاجیل)، تتراسیکلین( تتراسیکلین اچ سي ال)، لووفلوکساسین( لیواکوین).

د دې انټي بیوټیکونو کارونه ستاسو د وجود مقاومت او استوګنځي پورې توپیر لري. د معدې د تېزاب کمولو په پار باید دوې اونۍ دا ټابلېټونه وخورئ.

۲-هغه درمل چې اسید مخه نیسي: ځينې درمل شته چې د هغو په خوړلو سره د معدې د اسید د تولید سلولونه خپل فعالیت پرېږدي. دا درمل بې نسخې هم وي؛ لکه: اومیپرازول، لانسوپرازول، رابپرازول، اسومپرازول، پانتوپرازول.

دغه ډول درمل چې ډېر وخوړل شي او ګرام یې هم زیات وي، امکان لري چې د خاصرې لګن او د ملا مرۍ ماتې کړي.

۳-هغه درمل چې اسید خنثی کوي: کېدی شي روغتیاپال تاسو ته داسې درمل درکړي چې د اسید د له مینځه وړلو یا خنثی کولو لامل شي؛ خو دا بیا ځينې جانبي/څنګزن عوارض هم لري.

۴-داسې درمل چې د معدې او کولمو دنننۍ برخې ساتي: کېدی شي داسې درمل درکړل شي چې معده او کولمې مو وساتي؛ لکه: سوکرالفات، میسوپروسټل.

هغه ټپونه چې نور نه رغېږي:

دې زخمونو ته راتجاعي ټپونه وايي. دا بیا ګڼ لاملونه لري چې ځينې یې دلته یادوو:

-د روغتیاپال په لارښوونه د درملو نه کارول.

-ځينې اچ پایلوریانې چې د انټي بیوټيک پر وړاندې مقاومت لري.

-د تنباکو اوږدمهاله کارونه.

-د تسکینوونکو درملو ډېر خوړل؛ لکه: بروفین….

د معدې د ټپ لاملونه:

۱-هیلوباکټر پیلوري:
دا باکټري د معدې په دنننۍ برخې کې د غټې ستونزې لامل نه کېږي، یوازې همدومره کولی شي چې همغه برخه التهابي کړي، تر دې وروسته التهابي برخه پر زخم بدلېږي. دقیقاً مالومه نه ده چې دا له کومه کېږي؛ خو کېدی شي هیلوباکټر پیلوري د ښکولو/ مچولو له لارې یا هم د خوړو/اوبو له لارې له یوه کسه بل ته ولېږدول شي.

۲-د تکسینوونکو درملو اوږدمهاله کارونه:

مسکن یا تسکینوونکي درمل تاسو پورته ولوستل چې کوم دي، هر کله دا ډېر وخوړل شي د معدې ټپ پیدا کوي. د یادونې وړ ده چې استامینوفین په دغو درملو کې نه شمېرل کېږي.

دغه کړنې ګواښوونکې دي:

-سګرټ څکول: هغه کسان چې اچ پایلوري لري، سګرټ دې نه وهي؛ ځکه خطر یې ډېروي.

-الکول: الکولي څښاک د معدې تېزاب ډېروي.

-له کنټروله وتلی سټرېس.

-ډېره توند یا مساله لرونکي خواړه.

د معدې د ټپ عوارض څه دي؟

-داخلي خونریزي: کمه خونریزي د وینې د کمښت لامل کېږي؛ خو ډېره یې د دې لامل کېږي چې ناروغ بستر او وینه ورکړل شي. سربېره پر دې امکان لري وینه استفراغ کړي او مدفوع یې وینه یا تور رنګ ولري.

-د مرۍ بندېدل: کېدی شي د معدې ټپ د دې لامل شي چې معدې ته د خوړلو د تېرېدو لار بنده شي. د دې په پای کې هغه ځایونه التهابي کېږي، بندېږي او خواړه معدې ته نه ځي، تاسو فکر کوئ چې ماړه شوي یاست، یا بېرته خولې ته راګرځي.