د ډولمه مرچ جنسيت څنګه وپېژنو؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ډولمه مرچ د ښکلي رنګونو سره بازار کې پیدا کېږي. چې د ښه خوند لرونکي مرچ دي، هم یې خام خوړی شو او هم پاخه.

ډولمه مرچ په سور، زرغون او زېر رنګونو سره زمونږ دسترخوان رنګین کوي،خو په درې ذکر شویو د ډولمه مرچ رنګونو کې سور رنګ ډولمه تر نورو رنګونو یې درملیز خاصیت له مخې غوره دي.

د ډولمه مرچ ګټې دا دي:

۱ـ د ویټامین سي او اې غټه سرچینه ده. په ځانګړې توګه سره ډولمه مرچ کې ویټامین سي ډېره وي.

۲ـپوستکی مو ځوان ساتي، او دفاعي سیستم مو پیاوړی کوي.

۳ـ د درد کمولو او التهاب څخه مخنیوی کوي.

۴ـ په ډولمه مرچ کې شته سلفر د سرطان ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.

۵ـ د ویټامین په درلودولو سره د سترګو دید لپاره ښه وي.

۶ـ په ډولمه مرچ کې شته کاپسایین له صحي ګټو برخمن دی، چې زمونږ په بدن کې د بدو کرسټول کچه راکموي.

۷ـ په ډولمه مرچ کې ویټامین بي ۶ دي، چې زمونږ د عصبي سیستم په ښه والي کې برخه اخلي.

۸ـ ډولمه مرچ د انتي اکسیډانټ په رسولو کې مرسته کوي.

۹ـ ډولمه مرچ د هضمي سیستم لپاره ګټه لري.

د ډولمه مرچ جنسیت څنګه وپېژنو؟

دا به د ټولو لپاره یوه نوې خبره وي، چې د مذکر او مونث ډولمه څنګه وپېژنو، د مذکر او مونث ډولمې مرچو ځانګړنې په لاندې ډول دي:

۱ـ هغه ډولمه مرچ چې په خپل اخره یا بېخ کې څلور راوتلې برخې لري، مونث، او کوم ډولمه مرچ چې په خپل اخره یا بېخ کې درې راوتلې مذکر جنسیت یې ده.

۲ـ مونث ډولمه له دانو څخه ډوک وي، خو مذکر ډولمه کې دانې یا تخم نه وي، او یا هم ډېر لږ وي.

۳- ډولمه مونث مرچ خوږ وي، او د خام خوړولو لپاره ښه وي، خو مذکر ډولمه مرچ بیا پوخ ښه خوند کوي.