هغه ښځه چې پر دې مسايلو پوهېږي، له نورو مخکې ده!

سپینه تجريدي ډیزاین

د يوه نيکمرغه ژوند لرلو په خاطر ښځه بايد په خپل کړو وړو کې ځينې داسې عادتونه او خاصيتونه غوره کړي، چې د خپل مېړه زړه لاسته راوړي او د نورو په نظر کې هم ځانته ځانګړى شخصيت جوړ کړي. که دا کارونه مو ژوند کې عملي کړل نو د خوشحاله او سوکاله ژوند لرلو کلۍ مو لاس کې اخيستې:
۱ـ په ادب سره خبرې کول: په ادب سره خبرې کول په دې مانا ده ،چې ښځه دې په خپلو خبرو کې له تند او پوچو کلماتو څخه کار نه اخلي. بلکه يوه باشخصيته ښځه په نرمښت او ورو ورو خبرو کولو ځان سره د خپل مېړه زړه لاسته راوړي، او له بې فکره خبرې کولو څخه ډډه کوي.
۲ـ د زړه وړونکو رنګونو جامې اخيستل: واده شوې ښځه تل بايد په کور دننه داسې جامې واغوندي، چې د جامو رنګ يې د خاوند د خوښې رنګ وي، او زړه وړونکى وي.
۳ـ. د زېوراتو اغوستل: يوه واده شوې ښځه بايد په خپل سينګار کې د سرو او سپينو زرو ګاڼې واچوي. تل د نجونو په شان بدلې ګاڼې اغوستل د واده شوې ښځې له شخصيت سره ښه نه برېښي.
۴ـ زړه وره اوسېدل: زمونږ چاپيريال او حتا په کور دننه داسې ډېر خلک دي، چې په خوله يو رنګ او په زړه بل رنګ وي. دوى دېته ناست وي چې زمونږ پر ماتې او غم خپله خوشحالي ولمانځي
۵ـ په سياست سره ژوند کول: يوه هوښياره او با سياسته ښځه د مېړه د کور خبرې بل کور او د بل کور خبرې د خپل مېړه کور ته نه راوړي.غيبت نه کوي، او د خپل شخصي ژوند خبرې تر نورو نه رسوي. نورو ته د خپل ژوند نيمګرتياوو او ستونزو نه وايي، بلکه کوښښ کوي خپله له خاوند سره يې په مشوره حل کړي.