ژباړه: ملیحه ناصري
سرچینه: چطور ډاټ کام
زیتون هغه خواړه دي چې په ټولو هېوادونو کې مینهوال لري او خوړل کېږي. څوک یې غوړي کاروي او څوک خپله زیتون خوري. زیتون د مدیترانهيي خوړنیز رژیم یوه مهمه برخه ده. د زیتون تر ټولو غوره ګټې د زړه د ناروغیو او د سرطان مخنیوی دی.
۱-انتي اوکسیدانت دی: زیتون ښه انتي اوکسیدانت دی. هغه خوړنیز رژیم کې چې انتي اوکسیدانت موجود وي، د زړه او د سرطان د ناروغیو مخه ډب کوي. مضر میکرواورګانیزمونه کموي. یوې څېړنې جوته کړې چې زیتون د وینې ګلوتاتیون ډېروي. زیتون دا وړتیا لري چې د معدې او ساییزو برخو له عفونتونو سره مبارزه وکړي.
۲-د زړه روغتیا ته ګټور دي: زیتون د زړه د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي؛ ځکه چې اسید اولوییک لري. اسید اولوییک هغه مناسب غوړ دي چې د وینې د ( ال ډي ال) پر واندې یې ساتي او د وینې کلسټرول منظموي. ځينو څېړنو ښودلې چې زیتون کولی شي د وینې فشار ته ګټور شي.
۳-د هډوکو لپاره ګټه لري: د هډوکو پوډه کېدل دا مانا لري چې د هډوکو مغز خالي شوی. دا چاره د هډوکو د ماتېدو لامل هم کېدی شي. د نړۍ تر نورو هېوادونو په مدیترانهيي هېوادونو کې د هډوکو دغه ستونزې کمې دي؛ ځکه چې دوی زیتون خوري.
۴-د سرطان مخنیوی: په مدیترانهيي هېوادونو کې د زړه د ناورغیو غوندې د سرطان ناروغي هم کمه ده. نورې اوږدمهاله ناروغۍ هم پکې لږ لیدل شوي دي. په زیتون کې دا دوه اړین توکي( اسید اولوییک او انتي اوکسیدانت) د دې لامل شوي چې د سرطاني ناروغیو مخنیوی وکړي. زیتون کولی شي د سینې، کولمو او معدې د سرطانونو وده ګډه وډه کړي؛ خو بیا هم څېړونکي هڅه کوي چې په دې اړه کره او دقیق مالومات/معلومات تر لاسه کړي چې دا وخت غواړي.