ماشومانو ته مو ورزده کړئ چې ټول ژوند یوازې بریا نه ده!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

موږ ټول د ژوند په هر ډګر کې هڅه کوو چې بریالي شو؛ خو د ماتې منلو په اړه ښايي فکر کول هم ناروا وګڼو. حال دا چې تر څو انسان له ماتو سره مخامخ نه شي، بریا ته نه شي رسېدلی. څو پرله‌پسې بریاوې انسان روږدی کوي او د دې اعتیاد لرې کولو لپاره یوه ماته ضرور ده، څو د بریا خوند راوښيي. د دې تر څنګ موږ د خپلو ماشومانو په ذهن کې د بریالي کېدو انځور ورپیچکاري کوو. په خیالونو کې یې ساتو. دا باید ورزده کړو چې کله یو رقابت ته ورننوځي، باید دوو خبرو ته جوګه شي، یوه یې بریا او بله خوا ماتېدل. دا چې ولې  د کامیابي تر څنګ د ناکامي درس باید ورکړل شي، دلته څو لاملونه یې درښیو.
۱-پر نفس باور: پر ځان باور لرل ښه خبره ده؛ خو ډېر زیات باور په ضدیت بدلېدلی شي. که چېرې یو ماشوم په دې فکر وروزو چې هرومرو دې په هر ډګر کې بریالی شي، تر یو څه وخته به مناسبې لارې ټاکي؛ خو بلاخره که دا خبره یې وجود کې په ضد بدله شوه، په لویینې کې د خپلې بریا لپاره د ناوړه لارو په ټاکلو هم نه بندېږي. ژوندی مثال یې ځينې سیاسي څېرې دي چې د بریا فکر د انسانیت جوهر کې پکې وژلی دی.
۲-ډله‌ییز کار: دا چې موږ ماشوم یوازې پر خپل ځان بسیا عادت کړو، ښه کار دی؛ خو تر څنګ یې کله کله ډله‌‌ييزو سیالیو ته باید ورولو چې زده کړي د یوې ټولنې او د یوې ډلې په مینځ کې باید څه ډول سیالي وکړي، څه ډول بریالی/مات شي. پر فردي او ملي ګټو پوه شي. که له ډله‌ییزو لوبو سره حساسیت ولري او یوازې د ځان په نفع کار وکړي، هم ډله ماتوي هم ځان؛ نو باید ماشوم په ډله کې د ماتې خوړلو له امله ځان او بل ته زیان ونه رسوي.
۳-ذهني زړښت: د انسان ذهن تر ډېر کار وروسته ستومانه کېږي. همداسې که ماشوم ټول تمرکز پر دې وکړي چې هرومرو د لوبې څرخ د ځان په ګټه راتاو کړي، تېروځي. د دې مثال داسې دی لکه یو کس چې له سهاره  تر ماښامه د روغتیا لپاره منډې ووهي، اخر کې یې وجود له فزیکي او ذهني پلوه خپل ځواک کموي او کمزوری کوي یې، سبا ورځ دومره ځغاسته نه شي کړی یا بیخي له پښو لوېږي. د بریا لپاره بې کچې هلې ځلې د ذهن د ستړیا لامل کېږي؛ ځکه که چېرې یوازې بریا یې انځورولې وي او ناکام شي، دا یې د ذهني ستومانۍ لامل کېږي. دلته اعتدال پکار دی. هڅه دې هم برابره او د اعتدال په کچه وشي.
۴-یوازې بریا ټول ژوند نه دی: که چېرې ماشوم پر دې اند وروزل شي چې ټول ژوند یوازې بریا ده؛ نو بیا هغه خپله هره نېکمرغي او خوښي په بریا پورې تړي. بیا د ژوند نادودو سره مبارزه نه شي کولی، ستونزو سره له مخامخېدو وېرېږي. همت بایلي.