ژباړه: عایشه حیدري
پر شکر اخته ناروغانو ته له خوږو خوړو ځان ساتنه ډېر ستونزمن کار دی، خو ډېری ناروغان دغه رژیم مراعتوي او د خوږو خوړو له خوړلو څخه ډډه کوي، خو مېوې د خوږو خوړو په ډله کې نه شمېرې او داسې ګومان کوي چې مېوې شکر ته هېڅ زیان نه لري او که یوه مېوه هر څومره ډېر قند هم ولري، بیا یې هم له خوراک ډډه نه کوي، او روغ او بې زیانه خواړه ورته ښکاري.
دا خبره تر یوه بریده سمه ده خو د مېوو قند هغه اړین ټکی دی چې باید د شکر ناروغان ورته پاملرنه وکړي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته یوولس هغه مېوې در وپېژنو چې له ۱ګرام څخه تر ۱۳ګرامو پورې قند لري او په خوړلو یې د شکر ناروغانو ته هغومره ستونزه نه جوړوي او د شکر لرونکو ناروغانو ښه ملګري دي، خو هېر مو نه شي چې د دغو مېوو د خوړلو په کچه کې هم باید ډېره پاملرنه وکړئ، ځکه چې له کچې ډېر خوراک یې د شکر لرونکو ناروغانو روغتیا ته زیان رسولای شي.
یوه ټوټه هندوانه چې نږدې یو ګیلاس اوبه ولري ډېر لږ قند لري خو د هندوانې د دریو ګیلاسو اوبه چې د قند کچه یې له یوه د خواږه غیر الکولي څښاک سره برابرېږي، شکر لرونکو ناروغانو روغتیا ته زیان رسولای شي خو د ورځې په لړ کې د هندوانې د يوې ټوټې خوړل د شکر لرونکو ناروغانو لپاره ډېره ګټه لري.
لاندې د ۱۱ هغو مېوو نومونه اخلو چې په ترتیب سره له ۱ګرام څخه تر ۱۳ګرامو پورې قند لري:
۱- لیمو
۲- سره توتان یا راسبېري
۳- ځمکنی توت
۴- تور توت
۵- کيوي
۶- سیټروس یا ګريپ فروت (د نارنج د کورنۍ یوه مېوه)
۷- اووکاډو
۸- هندواڼه
۹- مالټه
۱۰- ګوړۍ (بوټي شات، یو ډول مېوه ده چې شات په شان خواږه لري)
۱۱- شفتالو
هېر مو نه شي چې د لږ قند لرونکو مېوو خوړل د دې ترڅنګ چې ستاسو د ويني قند کنټرولوي، ستاسو بدن ته ډېر ويټامينونه او نور معدني مواد هم رسوي او ستاسو د روغتیا په ساتلو کې هم درسره مرسته کوي.