دا څو نفره د نړۍ تر ټولو ښکلو سترګو لرونکو په توګه پيژندل شوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: عایشه حیدري

سترګې د هر انسان د ښکلا يو اړینه برخه شمېرل کېږي. سترګې د بدن هغه ښکلی او اړین غړی دی چې د هر چا پام ډېر ژر ځانته اړوي. کله چې موږ له نورو سره مخامخ کېږو نو تر هر څه وړاندې د مقابل لوري سترګو ته مو پام کېږي د سترګو له لارې کولای شو چې د انسانانو په اروایي حالت و پوهېږو او د هغو احساسات د سترګو له لارې مطالعه کړو. سترګې بېلابېل رنګونه لرلای شي چې همدا رنګونه څېرې ته ځانګړې ښکلا وربښي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سترګو بېلابېل رنګونه شته لکه تور ، شین، خړ، اوبرنګه سترګې او داسې نور رنګونه چې انسان ته یو ځانګړې ښکلا وربښي.
سترګې د خدای (ج) یو ستر نعمت دی او د نړۍ هر انسان ښایسته سترګې لري خو په نړۍ کې ځینې داسې سترګې هم شته چې ځانګړي رنګونه او ځانګړې ښکلاوې لري او همدغه ځانګړنې دغه انسانان د نړۍ له نورو انسانانو څخه بېلوي.
نن غواړو له تاسو سره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ښایسته سترګو لرونکو کسانو انځورونه شریک کړو. د انځورونو له لیدلو څخه خوند واخلئ او له موږ سره مو نظر شریک کړئ چې ایا ستاسو په نظر هم د دغو کسانو سترګې ښکلې دي؟
 
64505845.jpg64813248.jpg63818184.jpg43218268.jpg18097417.jpg
11846312.jpg