د ازبکستان هېواد د “سردریا” ولایت والي “بابا یوف” ویلي، چې د ٢٠٢١ اول له جنوری به افغانانو ته بې ویزې د دننه ورتګ اجازه ورکړي.
افغانان به د دخولي ټاپي په درلودلو سره پنځلس ورځې د ازبکستان په هېواد کې د پاتې کیدو حق ولري.
ازبک چارواکي وايې، د دغه اقدام موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د کچې لوړیدل دي.
“بابا یوف” ويلي، د دې سربیره چې ویزې ته به اړتیا نه وي، تر یوه مودي به د افغانانو د سوداګریزو توکو محصول هم نه اخستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا اوبا د خپریدو وروسته د افغانانو تګ راتګ او سوداګریزي اړیکې د ازبکستان هېواد سره صفر کچې ته راټیټي شوي دي.
اوس مهال ازبک چاروکي د ځینو ښو چارو په ترسره کولو سره غواړي یو ځل بیا د دواړو هېوادنو ترمنځ سوداګریزي اړیکي تازه کړي.
د نویو اقداماتو په کتار کې دا هم ویلي شو، چې څه موده مخکې ازبکستان خپله د اورګاډي پټلۍ هم تر حیرتان بندره يو ځل بیا ورغوله.
ازبک چارواکي وايې، د سوداګرۍ د اسانتیا په موخه به دوی هم د پولې په دا بله غاړه د حیرتانو د بندر په څیر یو ښارګوټۍ ابادوي، تر څو افغانان په اسانه وشي کړی؛ ازبکي تولیدات او حاصلات تر لاسه کړي.
د افغانستان دننه هم افغان وګړي دغه بېساري اقدام ته خوشاله دي. افغان سودګر هم د داسي بازارنو په لټه کې دي، تر څو هلته په اسانه پئیر او پلور وشي کړي.
د دې تر څنګ عام افغان وګړي هم د سیل او درملنې په موخه داسي ځاینو ته سخت لیواله ښکاري.