لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی راشدخان ارمان وايي، د یوه افغان په توګه ویاړي، چې نوم یې د لسیزې په غوره لوبډله کې راغلی.
راشدخان پر خپلې رسمې فیسبوکپاڼې لیکلې، چې د افغانانو د دوعاوو او تشویق له برکته د افغانستان په استازیتوب د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د لسیزې په غوره شل اوریزه لوبډله کې راغلی.
هغه لیکلي:
«ګرانو هیوادوالو؛ ستاسو د دوعاو او تشویق له برکته زه د افغانستان په نمایندګۍ د کرکټ د نړیوالې شورا د لسیزې په لوبډله کې راغلی یم. زه د یو افغان په توګه افتخار کوم چې زما نوم د لسیزې په غوره ټیم کې راغلی دی. دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ ګڼم او هڅه به مې دا وي چې آینده کې هم افغانستان ته همداسې ویاړونه راوړم. ستاسو د دوعاو او ملاتړ څخه مننه.»
https://www.facebook.com/1480520732221607/posts/2858468684426798/
راشدخان په داسي مهال دا څرګندونې کوي، چې پرون یکشنبه د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزه سیالیو لپاره د وروستۍ لسیزې غوره لوبډلې اعلان کړې.
د یادو فارمټونو له ډلې له افغانستانه راشدخان ارمان په شل اوریزه سیالیو کې د وروستۍ لسیزې په غوره یوولس کسیزه لوبډله کې راغلی.
د وروستۍ لسیزې غوره شوې شل اوریزه لوبډله
د هندوستان روهیت شرما، د ویسټ انډیز کریس ګېل، د اسټرالیا ایرون پینچ، د هندوستان ویراټ کوهلي، د سویلي افریقا اي بي ډیویلرز، د اسټرالیا مکسویل، د هندوستان مهندرا سینګ ډوهني، د ویسټ انډیز کیرون پولارډ، د افغانستان راشدخان، د هندوستان جسپریت بومرا او د سریلانکا ملینګا.