په ګډ ژوند کې د هیلو د مدیریت لپاره اووه سپارښتنې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

 
هر وخت چې له چا وپوښتل شي چې ولې واده کوې؛ د خپلو هیلو او غوښتنو اوږد لړلیک درته وړاندې کوي. مثلاً: غواړم یو څوک ولرم چې تر څنګ یې ارامښت حس کړم. غواړم یو څوک وي چې د ژوند تر پایه راسره واوسي. باید داسې څوک پیدا کړم چې ماسره زما لپاره مینه وکړي. عاطفي او جنسي اړتیاوې مې پوره کړي. غواړم یو څوک ولرم چې یوازېتوب مې ورسره ووېشم. ملګری/ې مې باید ما ښه درک کړي. زما غوښتنو ته درناوی وکړي.
 
اوس تاسو داسې وانځوروئ چې کله دوه داسې کسان سره یو ځای شي او یو عالم هیلې لري، هغه هم ټولې يې پر خپل ځان راڅرخي؛ نو کله چې ګډ ژوند له خپل خواږه پیله واوړي، اصلي ګډ ژوند پیل شي، ستونزې هره یوه په بله پسې ځان راڅرګندوي. همدغلته پوهېږئ، چې تاسو له داسې چا سره واده وکړ چې ستاسو د هیلو پوره کولو په پار یې واده نه دی درسره کړی. هغه/ې د خپلو کمیو د بشپړولو او د خپلو هیلو پوره کولو لپاره واده درسره کړی. هغه هم له تاسو همغه څه غواړي چې تاسو اړتیا ورته لرئ. بریالۍ جوړه هغه ده چې یو د بل دغه اړتیاوې درک کړي. دلته یې د مدیریت لارې چارې درښییو.
 

-غوښتنې مو ډلبندي کړئ!

دا چې داسې مېرمن ولرئ چې تل ستاسو په خوښه جامې واغوندي، هر وخت ستاسو په خوښه خواړه چمتو کړي، په خبره کې مو خبره درته ونه کړي، هغه چا سره تګ-راتګ ونه کړي چې ستاسو نه خوښېږي او… په اوسني رښتیني ژوند کې منطقي نه برېښي. له بل لوري داسې نارینه چې تل غلی، مینه‌ناک/رومانټيک او زړه‌سواندی وي، ستاسو هر ځل بازار تلو ته پیسې ولري، د کور چارو کې مرسته درسره وکړي؛ دا ډول نارینه هم واقعاً په نشت حساب دی. اړتیا ده چې  د خیالونو له دایرې لږ رابهر شئ. هیلې مو د واقعیت پر بنسټ ډلبندي کړئ.
 

-کومه هیله درپوره کولی شي؟

اوس مو چې غوښتنې ډلبندي کړې، د واقعي ژوند له زاویې مو وروکتل، دا لړلیک له سره وګورئ، ښايي بیا هم سمون وغواړي. هومره مو چې خپل خاوند/مېرمن پېژندلي، معلومه کړئ چې د کومې هیلې د بشپړولو وړتیا لري. مثلاً: تاسو تجربه کړي د کارځای د شخړو او ستونزو اړوند کیسې مو مېرمن/خاوند ته خوند نه ورکوي؛ نو بیا یې مه ورته کوئ او زړه مو ملګري/ې ته تش کړئ.
 

-هیلې مو ورته ووایاست!

اوس مو چې هیلې په نښه کړې، ورته ووایاست چې دغه هیلې له تا لرم. پام مو وي چې دا تېروتنه ونه کړئ چې د ژوند ملګري/ې ته مو دغه هیلې د یوې دندې په توګه ور ونه پېژنئ؛ ځکه هغه څه چې تاسو ته اسانه ښکارېدل، هغه/ې ته به نوي وي او هغه چې تاسو ته سخت و، هغه/ې ته به اسان وي.
 

-د هغه/ې هیلې ترې وپوښتئ!ْ

کله مو چې خپلې هیلې ورته وویلې، ترې وغواړئ چې اوس خپلې هیلې درته وښيي. دا ډول کړنه ستاسو د ګډ ژوند او مدیریت کې اغېزمنه ښکاري.